Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat
ښودلو او زده کولو د حلقو متعلق درې اَهم آداب هُم ښودلے شوي دي:
چې کله هُم په دِیني اجتماع، محفل یا د عِلمِ دین ښودلو او زده کولو حلقه کښې د حاضِرئ سَعَادت درحاصل شي نو دا کوشش کول پکار دي چې څومره کيدے شي مبلغ ته نزدې کښينئ چې د هغه خبره په آسانئ او په پوره تَوَجُّه سره اوريدلے شئ او که په اجتماع ګاه کښې، محفل کښې، دِیني حلقه کښې ځائے خالي وي نو هغه ډکول پکار دي. اوګورئ! د خوږ آقا، مکی مدنی مُصطفٰی صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم نُوراني محفلِ ته راتلونکي يو صحابی رَضِیَ الله عنه چې کله اوليدل چې فلانکے ځائے تش دے نو ورغلو هلته کښيناستلو، د هغه صحابي رَضِیَ الله عَنْهُ متعلق خوږ نبی، رسولِ هاشمی صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم اوفرمائيل: اٰوٰی اِلَی الله فَاٰوَاه الله يعنې هغه د الله پاک په بارګاه کښې پناه واخستله نو الله پاک هغه ته پناه عطا ورکړه.
سُبْحٰنَ الله! مونږ له هُم پکار دي * چې کله هُم په دِیني اجتماعاتو کښې، محفلونو کښې، د عِلمِ دین په حلقو کښې حاضِريږو نو چې خواره واره نه کښينو بلکې * چرته چې ځائے خالی وي، چې ورمخکښې شُو، يعنې که مونږه هغه ځائے ډکولے شو چې ډک ئې کړو * خواره واره [لرې لرې] کښيناستلو کښې بد فال دے ځکه چې د دې د سپيره والي په وجه زړونه جُدا کيږي * يو ځائے، نزدې نزدې کښينئ نو اِنْ شَآءَ الله الْکَرِیْم! د دې به برکتونه حاصلوئ * چې کومې د عِلم خبرې بیانيږي، د هغې اوريدلو او پوهه کيدلو کښې به هُم آساني کيږي.
(2):چرته چې ځائے ملاو شي هلته کښينئ!
د دې حدیثِ پاک نه د دِیني اجتماع یا د محفل وغیره دويم اَدب دا زده شو چې