Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat
دیني اجتماعاتو نه د بےرغبتئ نقصان
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په دې کښې زمونږ د پاره سبق دے چې که په زړه کښې د دِیني اجتماعاتو نه بےرغبتی پيدا کيږي یا د دِیني اجتماعاتو طرف ته رَغبت کميږي نو دا بالکل هُم معمولي ګڼل نه دي پکار. دا ليدلے شوي دي چې هٰغه اسلامی ورور کوم * چې مخکښې دِیني ماحول سره وابسته وو، * دِیني کارونه به ئې هُم په استقامت سره کول * په سنتو ئې عمل هُم کولو * مدني قافلوں کښې ئې د سنتو ډک سفر هُم معمول وو * غرض: د نيکو ډک ژوند ئې تيريدلو، داسې اسلامي ورور چې کله د دِیني ماحول او د ډيرو ډيرو نیکو نه مَحرُوميږي نو د دې مَحرُومئ شروع په هفته واره اجتماع کښې د غیر حاضِرئ نه کيږي. * نو د ټولو نه وړومبے د هفته وارې سنّتو ډکې اجتماع کښې د حاضِرئ نه محرومه کيږي * بيا په قلاره قلاره د عمامې شریفې د سُنّتو نه محرومه شي * په مدني قافلو کښې د سَفر معمول ئې ختم شي * دغسې په شروع کښې خو صِرف د يو دِیني کار هفته واره د سنّتو ډکه اجتماع نه د بےرغبتئ سپيره والے اوشو خو هغه په قلاره قلاره د نورو ډيرو نيکو نه محرومه کيدل شروع شو او بعضې وخت خو دا سپيره والے د دومره حده پورې زيات شي چې بنده په ګناهونه کښې اخته شي.
شیخِ طریقت، امیر اهلسنت دَامَتْ برکاتُهُمُ العَالِیَه په خپل کتاب ”نیکی کی دعوت‘‘ (حصّه اَوَّل) کښې يوه عبرتناکه واقعه ليکلې ده:
يو ځلمے تقريباً يو کال د دعوتِ اسلامي د سنتو ډک دِیني ماحول کښې شامل وو، د سُنّتِ مُصطفٰی مطابق ئې ګيره مبارکه هُم پريښودله. بيا هغه پته نشته چې څه سوچ اوکړو! شاید د بدو دوستانو په صُحبت کښې اخته شوے وو، نو هفته واره د سنّتو ډکه اجتماع کښې حاضِرئ نه محرومه کيدل شروع شو، مَعَاذَ الله! ګيره مبارکه ئې هُم