Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat
اجتماع کښې شرکت کوو نو پکار ده چې د نورو د پاره هم دا خوښه کړو، لِـهٰذا * خلقو ته هُم دعوت ورکوئ * په فون * په ميسيج * په واټس ايپ * دوستانو ته د ملاقات په ذريعه * د علاقائی دورے کولو په ذريعه هُم خلقو ته دعوت ورکوئ، اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیْم! ثواب به مو کيږئ. الله پاک دې مونږ له د دعوتِ اسلامي په هفته واره د سنتو ډکه اجتِماع کښې د وخت د پابندئ سره د شِرکت او په اجتِماع ګاه کښې د ټولې شپې تيرولو سَعادَت رانصيب کړي. آمِیْن بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیّٖن صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی الله علٰی مُحَمَّد
په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: درس
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په زړه کښې د مدينے د عشق زياتولو، د مدينے يادولو، د مدينے د ذِکر کولو، د ګناهونو او فضولياتو نه د بچ کيدو، د ښه، بامقصده، د سنتو او نيکو والا ژوند تيرولو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط ساتئ او په 12 ديني کارونو کښې هم ښه په شوق سره برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ الله الْکَرِیم! په دنيا او آخرت کښې به بے شميره برکتونه درنصيب شي. د دعوتِ اسلامي په 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: درس هم دے.
* عِلمِ دِين زده کول د مصطفٰے کريم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سنت دے: * زمونږ خوږ نبي، مکي مدني صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به عِلمِ دِين ښودلو او * صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان به زده کولو ([1]) * د لويو لويو اوليائے کرامو او د اُمت د علمائے کرامو هم دغه معمول دے.
* اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اسلامي والا عاشقانِ رسول هم د دې نيک کار کولو سعادت حاصلوي