Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat
برکت د 6 لاکه درود شریف لوستلو ثواب ملاويږي، * درودِ شفاعت هم لوستلے کيږي، چې د دې د لوستونکي د پاره د شفاعت واجِب کيدو زيرے ورکړے شوے دے * هم دا رنګ حدیثِ پاک کښې بيان کړے شوې دوه دعاګانې هم په هفته واره اجتماع کښې لوستلے کيږي * يوه دعا داسې ده، چې څوک ئې اولولي نو د حدیثِ پاک مطابق 70 فرښتے د زرو ورځو پورې د هغه د پاره نيکئ ليکي او * د شبِ قدر دُعا هُم لوستلے کيږي، یعنې د دې دُعا متعلق په حدیثِ پاک کښې فرمائيلے شوي دي: کوم بندہ چې دا دُعا 3 ځله اولولي، ګويا چې هغه شبِ قدر حاصِل کړو.
ذِکرُ الله
د سنتو ډکې هفته وارې اجتِماع يوه خصوصی سلسله ذِکرُ الله هُم دے. او په حدیثِ پاک کښې دي: کوم قوم چې د الله پاک د ذکر کولو د پاره کښيني نو فرښتې هغوئي د څلورو واړو طرفو نه ګير کړي او هغوئي د الله پاک په رحمت کښې پټ شي او په هغوئي سکینه (يعنې د زړه اطمینان) نازليږي او الله پاک په خپلو مُقَرَّبِینو کښې د هغوئي تذکره فرمائي.(مسلم،کتاب الذکر والدعاء،باب فضل الاجتِماع ...الخ، ص۱۴۴۸، حدیث:۲۷۰۰)
هفته واره د سنتو ډکې اجتِماع کښې رِقّت انګیزه [يعنې ژړوونکې] دُعا هُم کيږي چې د دې په برکت معلومه نه ده چې څومره څومره خلق خپلې تشې ځولئ د مرادونو نه ډکې وړي. په حدیثِ پاک کښې دُعا ته د عبادت مغز [يعنې زَړے] وئيلے شوے دے او اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ الله عَلَيْه فرمائي: په ډله کښې برکت دے او د مسلمانانو په اجتماع کښې دُعا کول قبولیت ته زيات نزدې دي.
سُبْحٰنَ الله! معلومه شوه چې هفته واره اجتماع د دُعاګانو قبليدلو يوه ذريعه هُم ده.