Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

که څه داسې دَور تير شوے وي، چې په هغې کښې دِیني اجتماعات نه وي منعقد شوي.

د انسانی تاریخ وړومبئ اجتماع

 بلکې يوه د مزے خبره عرض کووم چې؟ په انسانی تاریخ کښې د ټولو نه وړومبئ اجتماع هٰغه وخت شوې وه چې کله د حضرت آدم عَلَیْه السَّلام نه علاوه بل انسان هډو پيدا شوے نه وو. آو جي! د هٰغې اجتماعِ پاک ذِکر هُم په قرآنِ کریم کښې موجود دے، الله پاک فرمائي:

قَالَ یٰۤاٰدَمُ اَنْۢبِئْهُمْ بِاَسْمَآىٕهِمْۚ-فَلَمَّاۤ اَنْۢبَاَهُمْ بِاَسْمَآىٕهِمْۙ-قَالَ اَلَمْ اَقُلْ لَّكُمْ اِنِّیْۤ اَعْلَمُ غَیْبَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِۙ-وَ اَعْلَمُ مَا تُبْدُوْنَ وَ مَا كُنْتُمْ تَكْتُمُوْنَ(۳۳)   (پاره:1، سورۂ بقره:33)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: (بيا الله) اوفرمائيل: اے آدمه! ته دوئي ته د دې څيزونو نومونه اوښايه، نو چې کله آدم هغوئي ته د هغه څيزونو نومونه اوښودل نو (الله) اوفرمائيل: (اے فرښتو!) آيا ما تاسو ته نه وو وئيلي چې ما ته د آسمانونو او زمکې ټول پټ څيزونه معلوم دي او ما ته معلوم دي هٰغه څه، چې تاسو ئې ښکاره کوئ او هٰغه څه چې تاسو ئې پټوئ.

          دا د هٰغه وخت خبره ده چې کله الله پاک حضرت آدم عَلَیْه السَّلام پیدا کړلو، بيا ئې هغوئي ته عِلْمُ الْاَسْمَاء [د ټولو څيزونو د نومونو عِلم] عطا کړلو، بيا هغوئي ته حکم اوشو چې د ټولو څيزونو نومونه فرښتو ته اوښائيئ! تفسیرِ نعیمی کښې دي: هٰغه وخت د حضرت آدم عَلَیْه السَّلام د پاره اولګولے شو، ټولې فرښتې د هغوئي په وړاندې حاضرې شوې او هغوئي په منبر اودريدلو او فرښتو ته ئې د ټولو څيزوبو نومونه اوښودل!

مشهور مفسرِ قرآن، حکیم الاُمَّت، مفتی احمد یار خان نعیمی رَحْمَةُ الله  عَلَيْه  فرمائي: د دې نه معلوميږي چې دا د وعظ مجلس وو (يعنې دا هغه بابرکته اجتماع وه په کومه کښې چې حضرت آدم عَلَیْه السَّلام خطیب وو، فرښتې سامِعِین يعنې اوريدونکې وې) او قربان شم!