Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

اوخرئيله. د جُمعې په ورځ د دوستانو سره د کراچئ د سمندر د غاړې مشهوره تفریح ګاه هاکس بَے ته سيل د پاره لاړو [په سمندر کښې ئې لامبل] او آه! عاجزه په سمندر کښې ډوب شو او مړ شو.

ملے خاک میں اہلِ شاں کیسے کیسے         مکیں ہو گئے لا مکاں کیسے کیسے

ہوئے نامور بے نشاں کیسے کیسے  زمیں کھا گئی نوجواں کیسے کیسے!

جگہ جی لگانے کی دنیا نہیں ہے

یہ عبرت کی جا ہے تماشا نہیں ہے

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی الله علٰی مُحَمَّد

هفته واره اجتماع کښې مسلسل شرکت کوئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! الله پاک تاسو ته د نیکو کارونو طرف ته رغبت عطا کړے دے، په  هفته واره د سنّتو ډکه اجتماع کښې ئې د شرکت توفیق درکړے دے نو په دې باندې د الله پاک شکر ادا کول پکار دي او پابندئ سره دا نیک کار کول مسلسل برقرار ساتل پکار دي، په دې کښې ډير برکتونه دي مثلاً * د دې نیک کار په برکت د الله و رسول محبّت نصیب کيږي * د نیکو رغبت ملاويږي * د ګناهونو نه نفرت ملاويږي * خپل مينځ کښې د خبرو اترو موقع ملاو شي، نو د دې په برکت د ګيلو قيصو او بدګمانو علاج هُم اوشي * د دې په برکت د عِلمِ دین زده کولو موقع ملاويږي * د آخرت فکر نصیب کيږي * په خوفِ خُدا کښې ژړل نصيب کيږي * د توبې کولو توفيق ملاويږي. غرض دا چې دِيني اجتماعات * دِیني ماحول سره د مسلسل تړون * په نیکو باندې د استقامت حاصليدو او * د دِیني کارونو د کولو د جذبې موندلو بهترينه ذريعه ده.

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی الله علٰی مُحَمَّد