Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat
څه ښکلے شان دے د حضرت آدم عَلَیْه السَّلام...!! چې هٰغه وخت د ټولو فرښتو ډيوټئ ختمې کړے شوې او د هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام په وړاندې د حاضريدلو حُکم ورکړے شو، هٰغه وخت د ټولو فرښتو عِبَادت د حضرت آدم عَلَیْه السَّلام وعظ اوريدل وو.([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی الله علٰی مُحَمَّد
د تاریخِ انساني د ټولو نه لويه اجتماع
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا د تاریخِ انسانی د ټولو نه وړومبئ اجتماع وه، په کومه کښې چې حضرت آدم عَلَیْه السَّلام فرښتو ته خطاب اوفرمائيلو. خو د خپل فضیلت او اهمیت په لحاظ سره د تاریخِ انساني د ټولو نه لويه او اَهم ترینه اجتماع د حَجَّۃُ الْوِدَاع په موقع شوې وه، په هغې کښې خطیب زمونږه آقا و مولیٰ، امام الانبیا، مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ الله صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم وو او د دغۀ مبارک خطاب سامعِین (اوريدونکي) صحابۀ کرام علیهمُ الرِّضْوان هُم وو او د روایاتو مطابق دغه اجتماعِ پاک ته حضرت موسیٰ عَلَیْه السَّلام، حضرت خضر عَلَیْه السَّلام او حضرت الیاس عَلَیْه السَّلام هُم تشریف راوړے وو. دا د تاریخِ انسانی هغه اَهم ترینه اجتماع وه چې په دې کښې رسولِ اکرم، نورِ مجسم صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم خُطْبَۃُ الْوِدَاع ارشاد فرمائيلې وه، دا هٰغه عظیم الشّانه خطبه ده چې داسې خطبه په انسانی تاریخ کښې د دې نه مخکښې نه کله ورکړے شوې وه، او نه به د دې نه پس کله ورکړے شي.
غرض دا چې دِیني اجتماعات منعقد کول، په دې انداز باندې وعظ او نصیحت کول، خلقو ته د دِین خبرې ښودل، د فِکرِ آخرت، خوفِ خُدا، قبر و حشر او نورو اِصلاحی موضوعاتو باندې بیانات کول، په شريکه اجتماعات منعقد کول او په هغې کښې ذِکرُ الله کول او دعاګانې غوښتل په هر دَور کښې د اَهلِ ایمان معمول تير شوے دے او دا يو