Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

د دې روايت نقل کولو نه پس فرمائي :  سورۂ ملک د قبر د عذاب نه حفاظت کوي .

نعتِ مُصطفٰی صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم

د دې نه پس نعت شریف لوستلے کيږي او سُبْحٰنَ الله! د نعتِ مُصطفٰی خو به څه وائيئ...!! * د خوږ آقا، مکی مدنی مُصطفٰی صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم اَوصاف او فضائل ذِکر کول د الله پاک سُنّت دي * د نبیانو، رسولولانو او فرښتو هُم سُنّت دي * د دې په برکت ایمان تازه کيږي * په زړه کښې عشقِ رسول زياتيږي  او * د دِین او دُنیا بيشميره ښيګړې نصیب کيږي.

د سنتو ډک بیان

 د دې نه پس د سُنّتو ډک بیان وي. د دې په ذريعه د عِلمِ دین زده کولو موقع ملاويږي. په حدیثِ پاک کښې دي: کوم بنده چې د عِلم په تلاش کښې پيزار، موزې ىا جامې اغوندي نو د خپل کور د دُرشل نه وتلو سره الله پاک د هغه ګناهونه مُعاف کړي. (المعجم الاوسط، ۴/۲۰۴، حدیث:۵۷۲۲)

هفته واره اجتماع او درودِ پاک

اَلْحَمْدُ لِلّٰه! هفته واره اجتماع کښې 6 درودِ پاک او دعاګانې هم لوستلے کيږي * په دې کښې يو د جُمعې د شپې درودِ پاک دے، د دې د لوستونکي د پاره د ځنکدن [يعنې د مړ کيدلو] په وخت د خوږ آخري نبي محمدِ مصطفٰے صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم د دِیدار مبارک نصیب کيدلو فضیلت دے * هم دا رنګ د ګناهونو د بخښلو والا درود شریف [په شريکه] لوستلے کيږي، يعنې د دې درود شريف په لوستلو د ګناهونو د بخښلو فضيلت دے. * يو داسې درود شریف هم لوستلے کيږي چې د هغې په لوستلو د رحمت 70 دروازې برسيره کيږي * قربِ مصطفٰے ورکوونکے درود شریف هم لوستلے کيږي * شپږ لکيز درودِ شريف هم لوستلے کيږي یعنې داسې عظیم الشان درودِ شريف چې د هغې د لوستلو په