Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

ورکولو او دا په يو منظم انداز کښې جاري ساتلو د پاره دعوتِ اسلامي يو بهترين کردار ادا کوي. اَلْحَمْدُ لِلّٰه! * د دعوتِ اسلامي زيرِ انتظام په ملک او بیرونِ ملک کښې په زرګاؤ مقاماتو کښې هفته وارې د سنّتو ډک اجتماعات کيږي، چې په هغې کښې لاکونه مسلمانان شرکت کوي * په زرګاؤ مقاماتو کښې د اسلامی خوئيندو هفته وارې اجتماعات هُم کيږي.  د دې نه علاوه * د جشنِ وِلادت په موقع باندې د دولسمې شریفې اجتماع * کليزه يوولسمه شریفه * د  شبِ معراج * شبِ براءَت او * د  شبِ قدر وغیره اجتماعات هُم کيږي، چې په هغې کښې په زرګاؤ نه بلکې د لاکونو په شمير کښې اسلامي وروڼه شرکت کوي او برکتونه حاصلوي.

د ګناهونو د دُنیا نه واپسي

د بهيره (ضلع سرګودھا، پنجاب، پاکستان) د يو اسلامي ورور بیان دے چې زه کله ځلمے شوم نو په بدو صحبتونو کښې اخته شوم، بد صُحبت بهرحال خپل اثر لري، ځکه زه هُم د بدو خلقو صُحبت بد جوړ کړم، زه د کنزلو کولو او د فلمونو او ډرامو کتلو په ګناهونو کښې اخته ووم، د وخت سره سره زما بېباکئ زياتيدلې او زه په يو قبضه ګروپ کښې شامل شوم او بدمعاش جوړ شوم. غرض دا چې زه پوره پوره د ګناهونو په دلدل کښې نخښتے وو، زما د بعضو جرائِمو په وجه په ما باندې مقدَّمات هُم جوړ شوي وو، ډير ځله جیل ته هُم لاړم خو زما د سميدو څه لاره موجود نه وه، ما ته د دې هُم څه احسا نه وو چې زما ژوند برباديږي.

بيا داسې اوشو چې زما ملاقات د دعوتِ اسلامي د يو مبلغ سره اوشو، هغه په ډير ښه انداز کښې زما سره ملاو شو، د حال احوال تپوس ئې رانه اوکړو او په ډيره مينه ئې د دعوتِ اسلامي هفته وارې د سنّتو ډکه اجتماع کښې د شرکت دعوت راکړو. ما د هغه د زړه ساتلو د پاره ښه خو اوکړه خو په اجتماع کښې شریک نه شوم. د هٰغه اسلامي