Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

* په خپلو خپلو کورونو کښې، په جماتونو کښې، په بازارونو او چوکونو وغيره کښې درس ورکوي او ثوابونه ګټي * تاسو هم په دې کښې شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ الله الْکَرِیم! * د عِلمِ دِين زده کولو موقع به درنصيب کيږي * په نيک صحبت کښې به پاتې کيدل درنصيب کيږي * که د کور نه په درس کښې د شرکت کولو په نيت سره روان شئ نو د عِلمِ دِين په لاره کښې د تللو ثواب به درته ميلاويږي * اِنْ شَآءَ الله الْکَرِیم! مخلوقات تر دې پورې چې په درياب کښې مهيان [کبان] به هم ستاسو د پاره دعاګانې کوي او څه پته چې د درس کومه خبره زمونږ په زړه باندې اثر اوکړي او په ژوند کښې مو انقلاب راولي.

د هوټل ښکلا جوړيدونکے ځلمے

د حيدر آباد، سندھ اوسيدونکے يو اسلامي ورور خپله واقعه څه داسې بيانوي: زه په ګناهونو کښې داسې اخته ووم چې زما سره د خپل ژوند د قيمتي وختونو د برباديدو هډو فِکر نه وو، د معمول مطابق هٰغه ورځ هم زه په هوټل کښې موجود ووم او په ټي وي کښې چليدونکو فلمي نظارو کښې ورک ووم چې په دې کښې د سنتو مطابق جامې اغوستې يو اسلامي ورور زما خوا له راغلے او په ګرم جوشئ سره ئې ما سره د لاس ملاوولو نه پس ماته اووئيل: ورور جانه بهر چوک درس کيږي. تاسو يو څو منټه راکړئ اِنْ شَآءَ الله الْکَرِیم! ډيرې نيکئ به حاصلې کړئ. زه د هغوئي د ښو اخلاقو او عاجزئ نه ډير متاثره شوم او سمدستي ورسره روان شوم. د هوټل نه بهر يو اسلامي ورور د فيضانِ سنّت نه درس ورکولو، د نورو اسلامي وروڼو په شان زه هم په درس اوريدو کښې مصروف شوم، درس چې مې واوريدو نو زما په زړه ئې ډير زيات اثر اوکړو، ما د زړه د اخلاصه توبه کړه او د اسلامي وروڼو صحبت مې اختيار کړو، د دې په برکت ماته کله د سنتو په اجتماع کښې د شرکت سعادت، نو کله راته په مدني قافلو کښې د عاشقانِ