Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat
يو څو څيزونو بيان هم مونږ واوريدو، د دې نه علاوه * په هفته واره اجتماع کښې د شبِ جمعه 6 درودِ پاک او دُعاګانې هُم په شريکه لوستلے کيږي * د سنتو او آدابو ښودلو او زده کولو حلقے هُم لګي * مختلفې دُعاګانې هُم یادولے کيږي * بيا د دې نه پس د نفلی اعتکاف په نِیّت پوره شپه په جُمات کښې د تيرولو ترکیب کيږي * د تهجد لـمونځ د جَمعې سره ادا کيږي * اَوراد او وظائف لوستلے کيږي * هفته واره د سنتو ډکه اجتِماع د اِشراق او چاښت د لـمونځ نه پس په صلوٰۃ وسلام باندې ختميږي. دغسې د اجتماع په برکت شرکائے اجتِماع ته د اشراق او چاښت د نفلي لـمونځونو کولو سعادت هُم حاصليږي.
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! غور اوکړئ چې په هفته واره د سنتو ډکه اجتِماع کښې شِرکت کول صرف يوه نیکی نه بلکې د ډيرو نیکو يوه ښکلې ګلدسته ده او بيا دا نیکئ هُم څه په عامه ورځ نه بلکې په جُمُعَه کښې کيږي. ځکه چې په اسلامی اعتبار د ماښام نه د نوې ورځې شپه شروع کيږي او د عاشقانِ رسول دیني تحریک دعوتِ اسلامي د سنتو ډکه اجتِماع هُم د زيارت د ورځې د ختميدلو نه پس د ماښام د لـمونځ سره شروع کيږي يعنې شبِ جُمُعَه کښې کيږي او د جُمُعې [د ورځې او شپې] يوه نیکی د 70 نیکو برابره وي.
دا د هفته وارې سنتو ډکې اجتِماع په برکتونه کښې يو وړوکے شان روښانه څرک ستاسو په وړاندې بيان کړے شو. که غور اوکړئ نو د دې نه علاوه هُم د دې اجتِماع په ذریعه مونږ ته بېشمره فضائل او برکتونه حاصليږي. لهٰذا هُم نن خپل صِحّت او ژوند غنیمت اوګڼئ او د آخرت د تيارئ د پاره هر زيارت په هفته واره د سنتو ډکه اجتِماع کښې خپل شِرکت یقینی جوړ کړئ! اور نورو خلقو ته هُم د دې دعوت ورکوئ او ځان سره ئې راولئ، د حدیثِ پاک مطابق ښه مسلمان هغه دے کوم چې څه د ځان د پاره خوښوي، هُم هغه د نورو د پاره هُم خوښ کړي۔
مونږه پخپله نيکي کوو، په دِیني اجتماعاتو کښې شرکت کوو، هفته واره د سنتو ډکې