Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

عبادت) کولو همره ثواب وي([1]). * هُم دغسې د اَوَّابِينو متعلق په حديث شريف کښې دي: څوک چې د ماښام لـمانځه] نه پس شپږ رکعته اوکړي او د دې په مينځ کښې څه بده خبره اونکړي نو دا به د دولسو کالو د عِبَادَت برابر وي. ([2]) د  صَلٰوۃُ التَّوْبَہ ادا کولو هُم توفيق نصيب کيږي. * د تَهَجُّد ادا کولو هُم سعادت نصيب کيږي. په حديث شريف کښې دي: د شپې ضرور قيام (يعنې لـمونځ) کوئ چې دا ستاسو نه د مخکښينو نيکو خلقو طريقه، د رب تَعالٰی د قُرب حاصلولو، د تيرو ګناهونو د بخښنې او آئنده ګناهونو نه د بچ کيدلو ذريعه ده([3]). * هُم دغسې د اشراق د نفلو ادا کولو متعلق هُم حديثونه دي چې د دې په برکت سره د بنده ګناهونه بخښلے شي اګر که دسمندر د زګونو برابر وي. ([4])

په هفته واره اجتماع کښې د قرآنِ کریم تِلاوت

هفته واره اِجتِمَاع کښې د سورۂ مُلک لوستلو ترکیب کيږي. صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مسعود رَضِیَ الله عنه فرمائي: چې کله بنده قَبر ته لاړ شي [يعنې ښخ شي] او د عذاب فرښتې د هغه د ښپو له طرفه راشي نو هغه ښپې به وائي:  ستاسو د پاره د دې ځائے نه هيڅ لار نشته، ځکه چې ده به (د شپې) سورۂ مُلک لوستلو.  بيا به هغه فرښتې د هغه د خيټې له طرفه راشي نو هغه به وائي: ستاسو د پاره زما له طرفه هُم هيڅ لار نشته ځکه چې ده په ما کښې دننه سورۂ مُلک یاد ساتلے وو، بيا به هغه د هغه د سر له طرفه راشي نو سر به وائي:  ستاسو د پاره زما په طرف هُم هيڅ لار نشته، ځکه چې ده به (د شپې) سورۂ مُلک هُم زما په ذريعه لوستلو. 

څوک چې دا د شپې لوَلي ډير لوئي او ښه عَمَل کوي . حضرت عبد الرزاق صَنعَانی رَحْمَةُ الله  عَلَيْه 


 

 



[1]...شعب الایمان، باب فی الصبر...الخ، جلد:7، صفحہ:137، حدیث:9761۔

[2]...ابنِ ماجہ،کتاب اقامۃ الصلاۃ و السنۃ فیہا،باب ما جاء فی الست ...الخ،صفحہ:189،حدیث:1167۔

[3]...ترمذی، کتاب الدعوات، باب فی دعاء النبی، صفحہ:812، حدیث:3549۔

[4]...ابوداؤد، کتاب الصلاۃ، التطوع، باب صلاۃ الضحی، صفحہ:211، حدیث:1287۔