Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat
بهترین عِبَادت هُم دے، په احادیثو کښې د دې ډير ډير فضائل بیان شوي دي:
د رحمتِ عالَم، نورِ مجسم صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم فرمانِ ذیشان دے: د قیامت په ورځ به څه داسې خلق وي چې هغوئي به نه نبيان وي او نه به شهیدان وي خو د هغوئي د مخونو نور به د کتونکو سترګې بريښوي، انبیائے کرام او شُهدا به د هغوئي په مقام او قربِ اِلٰهی ليدلو باندې خوشحاليږي. صحابۀ کرامو علیهم الرضوان عرض اوکړو: یا رسولَ الله صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم! دا خلق به څوک وي؟ اوئې فرمائيل: دا به د مختلفو قبائلو او ابادو خلق وي کوم چې به (په دنیا کښې) د الله پاک د یاد د پاره راجمع کيدل او پاکیزه خبرې به ئې داسې راټولولې څنګه چې کجورې خوړلو والا بهترینې کجورې راټولوي.([1])
هغوئي سره کښيناستلو والا هُم بدبخته نه پاتې کيږي
صحابئ رسول حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِیَ الله عنهما فرمائي: يوه ورځ سرکارِ عالی وقار،مکی مدنی تاجدار صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم د حضرت عبد الله بن رواحه رَضِیَ الله عنه په خوا تيريدلو، هغه وخت حضرت عبد الله بن رواحه رَضِیَ الله عنه صحابۀ کرامو علیهمُ الرِّضْوان ته بيان فرمائيلو. نبئ ذیشان، مکی مدنی سلطان صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم چې دا اوليدل نو د خوشحالئ نه ئې اوفرمائيل: چې کله ستاسو څه ډله کښيني نو د هغې سره په هم هغه همره شمير کښې فرښتې هُم کښيني، که ستاسو ډله سُبْحٰنَ الله وائي نو فرښتې هُم سُبْحٰنَ الله وائي، که تاسو اَلْحَمْدُ لِلّٰه وائيئ نو فرښتې هُم اَلْحَمْدُ لِلّٰه وائي او که تاسو الله اَکْبَرُ وائيئ نو فرښتې هُم الله اَکْبَرُ وائي. بيا هغه فرښتې د خپل رَبّ په بارګاه کښې حاضِرې شي او عرض کوي (حالانکه