Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat
فرمائي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبت اوکړو هغه زما سره محبت اوکړو او چا چې زما سره محبت اوکړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي. ([1])
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سینه مې دې شي جوړه د سُنّتو مدينه خوږه آقا! جنت کښې مې خپل جوړ کړه ګاوندې خوږه آقا
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی الله علٰی مُحَمَّد
ګيره پريښودل سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي
د مصطفٰے کريم صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: بريتونه کټ کوئ او ګيرې غټوئ د مجوسيانو مخالفت کوئ! ([2])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ګيره پريښودل سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بلکه سُنَّتِ انبيا دي * زمونږ د آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګيره مبارکه به هميشه د يو موټي برابر وه * چې د يو موټي نه به غټيدله نو کموله به ئې * د هغوئي صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګيره مبارکه په پلن والي کښې داسې وه چې سينه مبارکه به ئې ډکوله. ([3]) * زمونږه آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ګيره خَرئيل او بريت غټول نه خوښول * په بهارِ شريت کښې دي: ګيره خرئيل يا د يو موټي نه کمول حرام دي. ([4])
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مَکتَبَةُ الْمَدِينه د بهارِ شريعت جلد 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي