Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! هفته واره د سنّتو ډکه اجتماع کښې بنیادی طور درې نشستونه دي، وړومبے نشست د ماښام نه تر ماسخُتنه پورې وي (د دې وخت 2 ګينټے دے)، دويم نشست د ماسخُتن د لـمانځه نه تر د آرام د وقفې پورې وي او دريم نشست د تهجد د لـمانځه نه تر اِشراق او څاښت نه پس د صلوٰۃ و سلام پورې وي.
په هفته واره اجتماعِ پاک کښې د شروع نه تر آخر پورې (يعنې په دې درې واړو نشستونو کښې) د شرکت کولو په برکت مونږه د کومو کومو فضائِلو حقدار جوړيدے شو؟ واورئ!
(1):هفته واره اجتماع کښې د لـمونځونو فیضان
د هفته وارې اِجتِمَاع د ټولو نه وړومبے او اهم ترين برکت خو دا دے چې د دې په ذريعه مونږ ته جَمعې سره د لـمونځونو ادا کولو سعادت ملاويږي د ماښام لـمونځ، د ماسخُتن لـمونځ، د سحر لـمونځ بيا نفل لـمونځونه * اَوَّابین * صَلٰوۃُ التَّوْبَہ * د تَهَجُّد لـمونځ * د اشراق او چاښت لـمونځ، که مونږه په اجتماع کښې مسلسل شرکت کوو نو مونږ ته به د دې ټولو لـمونځونو کولو او د دې د دنيا او د آخرت د برکتونو سعادت نصيب کيږي اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیْم!
د دې لـمونځونو څه فضيلت دے، څه برکتونه دي؟ راځئ چې واورو: په حديث شريف کښې دي: چا چې د سحر لـمونځ د جَمعې سره ادا کړو، بيا کښيناستو او د الله پاک ذِکر ئې کولو، تر دې چې نمر را اوختو، د هغه د پاره به په جَنَّتُ الْفِردَوس کښې 70 درجې وي، په هرو دوو درجو کښې به دومره فاصله وي څومره چې يو تربيت شوے د تيز رفتاره نسل اس په 70 کاله کښې طے کوي * چا چې د سحر لـمونځ د جَمعې سره ادا کړو د هغه د پاره به د قبول شوي حج او قبولې شوې عُمرې ثواب وي او * چا چې د ماسخُتن لـمونځ د جَمعې سره ادا کړو د هغه د پاره به په لَيْلَةُ الْقَدْر کښې د قِيام (يعنې