Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

الله پاک زيات پوهيدونکے دے): اے زمونږه رَبّه! ستا بندګانو ستا پاکي بيانوله نو مونږه هم ستا پاکي بيان کړه، هغوئي ستا لوئيي بیان کړه نو مونږه هم ستا لوئيي بیان کړه، هغوئي ستا حمد بیان کړو نو مونږه هم ستا حمد بیان کړو. په دې باندې الله پاک فرمائي: اے فرښتو! ګواه شئ...!! چې ما هغوئي اوبخښل. فرښتې عرض کوي: په هغوئي کښې فلانے بنده ډير بدکار دے. الله پاک فرمائي: هغه (يعنې ذِکرُ الله د پاره دِیني اجتماع کوونکے) داسې قوم دے چې د هغوئي سره کښيناستلو والا هُم بدبخته نه پاتې کيږي.([1])

سُبْحٰنَ الله! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اندازه اوکړئ! دِیني اجتماعات څومره بابرکته دي...!! چې څوک دې دیني اجتماعاتو کښې شرکت کوي، د هغه د خپل فضيلت خو به څه وائيئ...!! څوک چې د لږ ساعت د پاره د دې خوش نصیبو سره کښيني، هغه هُم محرومه نه پاتې کيږي. ياد ساتئ چې! د الله ھُو او حق ھُو ضربونه لګول بےشکه ذِکر دے، خو ياد ساتئ چې تلاوتِ قرآن، حمد و ثنا، مناجات و دعا، درود و سلام، نعت، منقبت، خطبه، درس، د سنتو ډک بیان وغیره هُم په ذِکْرُ الله کښې شامِل دي. لهٰذا د دعوتِ اسلامي د سنّتو ډک اجتماعات هُم د ذِکر حلقے دي.

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی الله علٰی مُحَمَّد

د دِیني اجتماعاتو دِیني او دُنيائي فائدے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږ له په دِیني اجتماعاتو (مثلاً هفته واره د سنّتو ډکه اجتماع کښې، د شبِ براءَت، د شبِ معراج، د شبِ قدر وغیره د غټو شپو په اجتماعاتو کښې، په اجتماعی مدنی مذاکره وغیره) کښې شرکت مسلسل شرکت کول پکار دي. د دې ډير ډير برکتونه دي. د دِیني اجتماعاتو هٰغه برکتونه کوم چې په حديثونو کښې بیان


 

 



[1]...مجمع البحرین، کتاب الاذکار، باب مجالس ذِکْر اللہ، جلد:4، صفحہ:192، حدیث:4520۔