Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

کله هم اجتماع یا محفل ته اورسئ، که هٰغه وخت مخکښې ځائے نه وي نو سټيج ته د نزدې کښيناستلو په حِرص کښې د خلقو د څټونو دپاسه اوړيدلو په ځائے چې چرته ځائے ملاو شي هم هلته کښيناستل پکار دي، که د خلقو په څټونو ښپې اړوئ يا خلقو له ديکې ورکوئ او د مخکښې تللو کوشش کوئ نو په داسې کولو به يو خو مسلمانانو ته د تکلیف رسيدلو سخته اندیښنه وي، بله دا چې د اجتماع یا محفل ماحول هُم خرابيدے شي، لِـهٰذا چې چرته ځائے ملاو شي، په آرام سره هم هلته کښينئ! اوګورئ! هغه صحابي رَضِیَ الله عنه ته چې په محفلِ مُصطفٰی صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم کښې مخکښې ځائے ملاو نه شو نو هغه حیا اوکړه او شاته کښيناستلو، په دې باندې رسولِ اکرم، نورِ مجسم صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم اوفرمائيل: اِسْتَحْیَا فَاسْتَحْیَا الله مِنْه هغه حیا اوکړه نو الله پاک د هغه نه حیا اوفرمائيله (يعنې په هغه باندې ئې رحمت اوفرمائيلو او هغه ئې معاف کړلو).

(3): په زړه کښې د دِیني اجتماعاتو رغبت ساتئ!

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! يو اَهمه خبره کومه چې د دې حدیثِ پاک نه مونږ زده کړه، هغه دا چې د مُصطفٰی کريم صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم د نُوراني محفلِ په خوا تيريدونکي درې کسان وو، په هغوئي کښې دوه خو راغلل او بارګاه رسالت کښې کښيناستل خو يو کس کوم چې شاید منافق وو، هغه څه مجبوري هُم نه لرله، څه عذر ئې هُم نه وو، د دې باوُجُود هغه په بارګاه رسالت کښې، د کرم په محفلِ کښې، د عِلمِ دین ښودلو او زده کولو په مجلس کښې کښيناستل خوښ نه کړل نو په دې باندې رسولِ اکرم صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم اوفرمائيل:اَعْرَضَ فَاَعْرَضَ الله عَنْه هغه مخ واړوو نو الله پاک هُم د هغه نه اعراض اوفرمائيلو.

الله! الله! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په دې کښې زمونږ د پاره عِبرت دے...!! بعضې وخت په زړه کښې خیال راځي چې هفته وارې اجتماع له تلل، د شبِ براءَت