Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

اجتماع، د شَبِ معراج اجتماع یا نورو د غټو شپو اجتماعاتو له تلل کوم فرض یا واجب دي...!! لهٰذا که لاړ نه شُو هُم نو خیر دے.

دا يو شیطانی وار دے. یاد ساتئ! دلته دوه څيزونه دي: يو دے د يو عَمَل بدي (مثلاً ګنَاه او حرام کيدل وغیره) او يو دے د هغه عَمَل سپيره والے. په دې دواړو کښې بعضې وخت فرق وي،  اوس اوګورئ! دِیني اجتماعات؛ * چې چرته د الله او رسول عَزَّوَجَلَّ و صَلَّى الله  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خبرې کيږي * عِلمِ دین ښودلے کيږي او زده کيږي * د اَخلاق او کردار د اِصلاح خبرې کيږي * د قبر و آخرت فِکر ورکولے کيږي * د محبّتِ اِلٰهی او عشقِ رسول خبرې کيږي * داسې محفلونو او دِیني اجتماعاتو له تلل اګرچه فرض او واجب نه دي، که څوک په داسې دِیني اجتماعاتو کښې شرکت نه کوي نو اګرچه هغه ته به ګنهګار نه وائي خو د هغه په محرومئ باندې لږ غور اوکړئ! هٰغه کس څوک چې د خوږ آقا، مکی مدنی مُصطفٰی صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم په محفل مبارَک کښې بے د څه مجبورئ نه شریک نه شو، مخ ئې واړوو او لاړو، نو خوږ نبي صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم اوفرمائيل: اَعْرَضَ فَاَعْرَضَ الله عَنْه هغه مخ واړوو نو الله پاک هُم د هغه نه اعراض اوفرمائيلو.

دا دے د دِیني اجتماعاتو نه د مخ اړوولو په سپيره والے چې څوک د دې نيکئ نه قصداً او بغير د مجبورئ نه اِعراض کوي [يعنې مخ اړوي]، هغه د ډيرو زياتو نيکو نه محروم پاتې شي. ځکه کله هُم دِیني اجتماعاتو نه اِعراض مه کوئ [يعنې مخ په اړوئ]. اِعراض يو خاص لفظ دے. د دې معنیٰ ده: د يو څيز نه زړه اړوول. ([1])

بعضې وخت داسې اوشي چې دِیني اجتماع به کيږي، د الله او رسول عَزَّ و جَلَّ و صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم خبرې به کيږي، عِلمِ دین به ښودلے کيږي او زده کيږي نو د بنده زړه غواړي چې زه هُم په اجتماع کښې شرکت اوکړم خو څه مجبوري ئې وي، څه عذر ئې وي، چې د هغې په سبب


 

 



[1]...تفسیر بحر المحیط، پارہ:1، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:83-86، جلد:1، صفحہ:453 دار الفکر بیروت ۔