Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat
اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَ الصَّلٰوۃُ وَالسَّلَامُ عَلٰی سَیِّدِ الْمُرْسَلِیْنَ ط
اَمَّا بَعْدُ فَاَعُوْذُ بِاللّٰہِ مِنَ الشَّیْطٰنِ الرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللہ الرَّحْمٰنِ الرَّ حِیْم ط
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا رَسُولَ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا حَبِیْبَ اللہ
اَلصَّلٰوۃُ وَ السَّلَامُ عَلَیْكَ یَا نَبِیَّ اللہ وَعَلٰی اٰلِكَ وَ اَصْحٰبِكَ یَا نُوْرَ اللہ
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)
د رسولِ ذيشان، مکي مدني سلطان صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان عالي شان دے: اَوْلَی النَّاسِ بِیْ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ اَکْثَرُهمْ عَلَیَّ صَلَاۃً، يعنې د قيامت په ورځ به په خلقو کښې د ټولو نه زيات ما ته نزدې هٰغه خلق وي کوم چې په ما باندې د ټولو نه زيات دُرُود شريف لولي. ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی الله علٰی مُحَمَّد
په حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار په نيتونو دے. ([2])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ښه نيت بنده جنت ته رسوي، د بيان اوريدو نه مخكښې څه ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * عِلمِ دِين به زده کووم * په اَدب به کښينم * نصيحت به حاصلووم * د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په پاک نوم اوريدو به درودِ پاک لولم.