Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat
انبیائے کرام او د اجتماعي نیکئ دعوت
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! تَذْکِیْر يعنې وعظ و نصیحت کول شریعت ته مَطلُوب دي. قرآنِ کریم کے چې کوم بنیادی عنوانات دي، په هغې کښې يو اَهم تَرِین عنوان تَذْکِیْر (وعظ و نصیحت) هُم دے. انبیائے کرامو علیهمُ السَّلام، صحابۀ کرامو علیهمُ الرِّضْوان، اَولیائے کرامو رحمۃُ الله علیهم د دې تَذْکِیْر (يعنې وعظ و نصیحت) د پاره کوم انداز اختیار کړے وو، په هغې کښې يو اَهم، په زړونو ډير زيات اثر کوونکے او په مُعَاشره کښې انقلاب راوستونکے انداز دیني اجتماعات هُم دي. * د انبیائے کرامو علیهمُ السَّلام متعلق روایات موجود دي چې دې اوچته مرتبه لرونکو حضراتو عَلَیْهِمُ السَّلَام به اجتماعات منعقد کول، خلق به ئې راجمع کول، هغوئي ته به ئې وعظ و نصیحت فرمائيلو او په اجتماعی طَور به ئې د نیکئ دعوت ورکولو * حضرت موسیٰ عَلَیْه السَّلام چې په مختلفو وختونو کښې بنی اسرائیل راجمع کړي او کومې خطبے ئې چې ورکړي يعنې بیانات ئې فرمائیلي دي! د هٰغو بیاناتو مضامین په روایاتو کښې موجود دي * حضرت زکریا عَلَیْه السَّلام به خلقو ته اجتماعی طَور وعظ و نصیحت فرمائيلو * د حضرت سلیمان عَلَیْه السَّلام متعلق په روایاتو کښې دي چې هغوئي به هُم اجتماعات منعقد کول * د حضرت داوٗد عَلَیْه السَّلام متعلق خو تر دې پورې روایات دي چې هغوئي به اجتماعات منعقد کول او د خوفِ خُدا نه به ئې دومره ژړل چې د پوره اجتماع خلق به په ژړا شول، دومره د تاثير نه ډکه اجتماع به وه چې د هغوئي په اجتماع کښې به د خوفِ خُدا د غلبے په سبب د ډيرو خلقو روحونه اُووتل * هُم دغسې حضرت نُوح عَلَیْه السَّلام * حضرت صالِح عَلَیْه السَّلام * حضرت هود عَلَیْه السَّلام * حضرت شعیب عَلَیْه السَّلام چې خپلو خپلو قومونو ته اجتماعی طَور کوم د نيکئ دعوت ورکړے وو، هغوئي ته ئې وعظ و نصیحت فرمائيلے وو، د هٰغه بیاناتو مضامین په قرآنِ کریم کښې ذِکر شوي دي. غرض دا چې انسانی تاریخ د دِیني اجتماعاتو نه ډک پروت دے، شاید