Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat
کښې ځائے عطا کړو یا دا مطلب دے چې د دې نیک عمل په برکت به په ورځ د قیامت هغوئي ته د عرش په سوري کښې ځائے عطا کيږي (2):دويم صحابی رَضِیَ الله عنه د نبی اکرم، نورِ مجسم صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم نه حیا اوکړه (چې خوږ نبي صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم بیان فرمائيلو، لهٰذا هغوئي شاته کښيناستلو او د خوږ آقا صَلَّى الله عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوږې خبرې اوريدلو کښې مَصرُوف شولو). د دې ادب په برکت الله پاک هُم د هغوئي نه حیا اوفرمائيله يعنې په هغوئي ئې رحم اوفرمائيلو او د ګناهونو معافی ئې ورعطا کړه (3): او دريم کس (کوم چې شایَد مُنَافق وو)، هغه د څه مجبورئ نه بغیر د دِیني اجتماع نه مخ واړوو، د هغې سپيره والے دا اوشو چې الله پاک د هغه نه اعراض اوفرمائيلو (يعنې د رحمت نه ئې محرومه کړو). ([1])
وہ کہ اس در کا ہوا، خلقِ خُدا اس کی ہوئی
وہ کہ اس در سے پِھرا اللہ اُس سے بيا گیا
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! په دې حدیثِ پاک کښې زمونږ د پاره ډير سبقونه دي، مثلاً * د دې حدیثِ پاک نه معلومه شوه چې په جُمات کښې دِیني حلقے، ديني محفِلونه یا اجتماعات کول مستحب (يعنې د ثواب کار) دے * دا هُم معلومه شوه چې داسې مجلس (دِيني محفل یا دِیني اجتماع) چرته چې عِلمِ دین ښودلے کيږي، په هغه مجلس کښې حاضِريدونکے د الله پاک په حفاظت او د هغه په پناه کښې راشي او دا هم هغه خوش نصیبه دے د چا د پاره چې فرښتې خپلې وزرې خوروي.([2])
نوره دا چې په دې حدیثِ پاک کښې مونږ ته د دِیني اجتماعاتو، محفلونو او د عِلمِ دین