Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat
(سُبْحٰنَ الله! څنګه ښکلے، ځانګړے، د عشق نه ډک ايمان تازه کوونکے منظر به وو...!!
اِکْ سمت علی، اِکْ سمت عمر، صِدِّیق ادھر، عثمان اُدھر
اِن جگمگ جگمگ تاروں میں مہتاب کا عالَم کیا ہو گا...؟)
خیر! رَاوِی وائي چې د نُور نه ډک محفلِ جوړ وو چې په دې دوران کښې درې کسان په هغه ځائے تيريدل، هغوئي چې کله اوليدل چې په مسجدِ نبوی شریف کښې نُوراني محفلِ جاری دے، سرکارِ عالی وقار، مکی مدنی تاجدار صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم د صحابۀ کرامو علیهمُ الرِّضْوان تربیت فرمائي نو په هغوئي کښې يو کس خو په خپله لاره لاړو، باقی دواړه جُمات ته حاضِر شول، په هغه دواړو کښې يو کس خالي ځائے اوليدو نو ورمخکښې شولو او هلته کښيناستلو، دويم ته څه ځائے ملاو نه شو نو هغه د ټولو نه آخره کښې [شاته] کښيناستلو.
چې کله خوږ نبی، رسولِ هاشمی صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم (د درس و بیان وغیره نه) فارغ شولو نو اُوئې فرمائيل: آيا زه تاسو ته د درې خلقو متعلق خبر درنکړم...؟ * په هغوئي کښې يو کس د الله پاک په بارګاه کښې پناه واخستله نو الله پاک هغه ته پناه ورکړه * دويم حیا اوکړه نو الله پاک هُم د هغه نه حیا اوفرمائيله * او دريم مخ واړوو نو الله پاک هُم د هغه نه اعراض اوفرمائيلو.([1])
د دې حدیثِ پاک په شرح کښې عُلَمائے کرام فرمائي چې د دې فرمانِ مصطفٰے صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم معنٰی دا ده چې د هغه درې کسانو نه (1): وړومبي صحابی رَضِیَ الله عنه په مجلس مبارَک (يعنې مسجدِ نبوی شریف کښې جاري پاک محفلِ کښې مخکښې ځائے لټول اوغوښتو نو) الله پاک هغوئي ته د خپل محبوب صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم په قُرب کښې [يعنې نزديکت]