Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat
د سترګو نه ئې اوښکې روانې شوې...!!
اجتِماع کښې د کيدونکې رِقّت انګیزې [يعنې زړه نرموونکې] دُعا يو خاصیت دا هُم دے چې د دې په برکت د بيشميره سختو زړونو لرونکو زړونه هُم نرم شي او د خوفِ خدا دولت نصيب کيدو په وجه په سمه لار روان شي. د کراچئ د يو اسلامي ورور بیان دے چې د دعوتِ اسلامي دِیني ماحول کښې راتلو نه مخکښې زما ژوند په ګناهونو کښې تيريدلو، بيا ما سره يو اسلامي ورور ملاو شو، کوم چې ما ته مسلسل د نيکئ دعوت راکولو او آخر يوه ورځ ئې زه هفته وارې اجتماع له راوستلم. ما اجتماع کښې شرکت اوکړو، بیان مې هُم واوريدو، بيا يو وخت رڼاګانې مړې کړے شوې، ما دا اوګڼل چې اجتماع ختمه شوه مګر دا خو دراَصل د روحانیت وخت وو، بيا په تِياره کښې ذِکر شروع شو، د ذِکرُ الله آوازونو زما زړه اولړزوو، ما په ژوند کښې کله داسې روحانیت نه ليدلے وو او نه مې اوريدلے وو، بيا چې کله رِقّت انګیزه [يعنې زړه نرموونکې] دُعا شروع شوه نو د شرکائے اجتماع د سلګو آوازونه شروع شول، داسې دُعا وه چې زما په شان سخت زړه لرونکے هُم د شرمندګئ او پښيمانتيا نه په ژړا شو، زما اوښکې بهيدلې او په شرمندګئ سره مې د خپلو ګناهونو نه توبه کوله.
تمہیں لُطف آ جائے گا زِنْدَگی کا
قریب آ کے دیکھو ذرا مَدَنی ماحول
یقیناً مقدّر کا وہ ہے سکندر
جسے خیر سے مل گیا مَدَنی ماحول
د شپې اعتکاف او د تهجد د لـمونځ سعادت
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د هفته وارې سنّتو ډکې اجتماع په جدول کښې شامِل د