Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

ورور استقامت او د نيکئ د دعوت جذبې ته سلام چې صِرف يو دوه ځله نه بلکې دوه کاله پورې مسلسل ئې ما ته په اجتماع کښې د شرکت دعوت راکولو. آخِر زه يوه ورځ هفته واره د سنّتو ډکه اجتماع کښې شرکت کولو د پاره لاړم. په هٰغه ورځ د دوزخ د وحشتونو په باره کښې بيان کيدلو، د دوزخ د سزاګانو په تفصیل بیانولو بيانولو کښې هغه بيان کوونکي مبلغِ دعوتِ اسلامي د خوفِ خُدا د غلبې په وجه په زوره زوره اوژړل، د هغوئي بیان زما په زړه ډير اثر اوکړو، او زما هٰغه جُرمونه کوم چې ما په ماضِی کښې کړي وو د هغې  فهرست زما د سترګو په وړاندې راتلل شروع شو، د دوزخ د عذاباتو مې چې واوريدل نو زه ډير زيات اُويَريدم، زما د زړه درَزا تيزه شوه، او د هُم دې ويرې په وجه زما د سترګو نه اوښکې روانې شوې، زما د زړه خِيرے پاکيدل شروع شو، او په زړه کښې مې د نيک جوړيدو خواهش پيدا کيدل شروع شو، اَلْحَمْدُ لِلّٰه! اوس زما سوچ بدل شوے دے، مخکښې به ما د جرائمو د نوو نوو منصوبو سوچ کولو، او اوس ډيرې بې قرارئ سره د هفته وارې سنّتو ډکې اجتماع انتظار کووم، چې څنګه د زيارت ورځ راشي، زه د هر قِسمه مصروفیت پريږدم او اجتماع ته اورسيږم، دغسې د هفته وارې اجتماع په برکت زما عادتونه ښه کيدل شروع شو، زړه ته مې سکون ملاويدل شروع شو او دغسې د معاشرے يو وران کارے انسان د نیکئ د لارې مسافر جوړ شو.

عطائے حبیبِ خُدا مدنی ماحول            ہے فیضانِ غوث و رضا مدنی ماحول

اگرسنتیں سیکھنے کا ہے جذبہ            تم آ جاؤ دیگا سکھا مدنی ماحول

تمہیں لطف آجائے گا زندگی گا            قریب آ کے دیکھو ذرا مدنی ماحول

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی الله علٰی مُحَمَّد

د هفته وارې اجتماع جدول او د دې برکتونه