Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

محفوظه اوسي * ولې چې دا خلق د نورو خلقو د غم درد نه واقف وي، ځکه په دوئي کښې د نيکئ، خير ښيګړې، او د انسانيت د خدمت وغیره جذبات زيات وي * دې دَور کښې په دُنیا کښې يوه لويه مسئله خُودکشی هُم ده، د خودکشئ په واقعاتو کښې ورځ په ورځ اضافه کيږي، د دې جُرم د مخ نيوي يو اهمه ذریعه هُم دِیني اجتماعات دي، اصل کښې څوک چې د خپل ژوند نه مايوسه شي، هغه دا ګڼې چې د ژوند هيڅ فائده نشته، زما د پاره ټولې دروازے، ټولې لارې بندې شوي دي نو هغه د خُود کشئ لاره اختیار کړي، د دِیني اجتماعاتو فائده دا وي چې * د دې په برکت سوچ فراخه کيږي، * د ژوند نوې نوې لارې رامخې ته کيږي * د ژوند يو مقصد ملاويږي او * د ښو، باکرداره خلقو سره د ملاقات په برکت د زړه بوج لرې کيږي * د غمونو او پریشانو په مقابله کولو کښې مدد ملاويږي، دغسې هٰغه کس کوم چې د ژوند نه مایُوسه شوے وي، هغه ته د ژوند د تيرولو يوه نوې جذبه او شوق ملاويږي.

منعقد کرتے رہیں گے اجتماعِ ذِکْر و نعت

دُھوم ان کی نعت خوانی کی مچاتے جائیں گے

کر لو نیت سنتوں کی تربیت کے واسطے

قافلوں میں ہم سفر کرتے کراتے جائیں گے

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!                                              صَلَّی الله علٰی مُحَمَّد

دعوتِ اسلامي او دِیني اجتماعات

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! غور اوکړئ! د دِیني اجتماعاتو څنګه څنګه برکتونه دي، اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د عاشقانِ رسول دِیني تحریک دعوتِ اسلامي په ټوله دنيا کښې د نيکئ د دعوت عام کولو سعادت حاصِلوي. په دې دَور کښې دِیني اجتماعاتو ته دوام