Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat
شوي دي او په موجوده دَور کښې چې د دې متعلق کوم سائنسی تحقیقات شوي دي، د هغې خُلاصه عرض کووم، واورئ! او خوشحاله!
د احادیثِ کریمه مطابق * مجلسِ ذِکر (يعنې دِیني اجتماعاتو) ته راتلونکو باندې فرښتې خپلې وزرې خوروي * په هغوئي سکینه نازِليږي * هغوئي نه رحمت چاپيره شي * د هغوئي د پاره د بخښنې زيرے دے * د هغوئي ګناهونه به په نيکو کښې بدل کړے شي * د ذِکر د مجلسونو (يعنې د دِیني اجتماعاتو) غنیمت جنّت دے * دِیني اجتماعاتو ته په حدیثِ پاک کښې د جنّت پکئ [يعنې د جنّت واړه واړه باغونه] وئيلے شوي دي * الله پاک مجلسِ ذِکر ته راتلونکو باندې فخر فرمائي * او د فرښتو په وړاندې د هغوئي ذِکرِ خیر فرمائي .
دا هٰغه برکتونه وو کوم چې په احادیث مبارکه کښې بیان شوي دي، د دې نه علاوه * د دِیني اجتماعاتو په برکت د الله پاک قرب نصيب کيږي * غفلت لرې کيږي * د نيکئ او خير په کارونو کښې د يو بل مدد کول نصیب کيږي * د دیني اجتماعاتو په برکت ایمان مضبوطيږي * د دواړو جهانو خيرونه په لاس راځي * د مُعَاشرے اِصلاح کيږي * خپل مينځ کښې مينه، محبّت، او اتفاق او اتحاد نصیب کيږي * د دې په برکت اَخلاق ښه کيږي * کردار کښې بهتری راځي * عقل زياتيږي * په معاشره کښې د اوسيدلو او د ژوند تيرولو تجربه زياتيږي * د مختلفو سروے رپورټونو مطابق مذهبی خلق (کوم چې په جُمعه او د پينځه وخته لـمونځونو په جَمعه او نورو دِیني اجتماعاتو کښې شرکت کوي، دوئي) د غیر مذهبی خلقو په نسبت په نفسیاتی مسائِلو کښې کم اخته کيږي * ډِپریشن کوم چې د دې دور يوه لويه مسئله ده، هائی بلډ پریشر، د ګُردو د مرضونو او د هارټ اټیک وغیره يوه غټه وجه ډپریشن دے، د يو سروے رپورټ مطابق مذهبی خلق (کوم چې په اجتماعاتو کښې شرکت کوي، دوئي) ډپریشن نه د ډير حده پورې