Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه د عاشقانِ رسول د دیني تحریک دعوتِ اسلامي هفته واره د سنّتو ډکه اجتماع کښې حاضِر يُو. هفته واره اجتماع په  12 دِیني کارونو کښې يو اَهم تَرِین دِیني کار دے. شیخِ طریقت، امیر اهلسنت، بانئ دعوتِ اسلامي حضرت علّامه مولانا محمد الیاس عطّار قادری دَامَتْ برکاتُهُمُ العَالِیَه چې کله د دعوت اسلامي ديني کار شروع کړو نو د ټولو نه مخکښې ئې د هُم دې دِیني کار نه شروع کړو. د هُم دې هفته وارې اجتماع نه مدني قافلے تیارې شوې، د هُم دې نه مبلغین تیار شو، د هُم دې په برکت دعوتِ اسلامي ته افرادی قُوَّت نصیب شو، بيا دا دِیني کار په زياتيدو زياتيدو نن اَلْحَمْدُ لِلّٰه! ټولې دُنيا ته رسيدلے دے. شیخِ طریقت، امیر اهلسنت دَامَتْ برکاتُهُمُ العَالِیَه د 14 دسمبر نه 14 جنوري پورې د هفته وارې اجتماع د مياشت مناوهلو اِعلان فرمائيلے دے، د دې په مناسبت سره د نني بیان عنوان دے: د دِیني اجتماعاتو برکتونه. * د دِیني اجتماعاتو اهمیت څه دے؟ * د دې تاریخی حیثیت څه دے؟ * د دې اجتماعاتو په ذریعه مونږ ته څه څه دِیني او دُنیائي فائدې حاصِليږي؟ * د اجتماعاتو متعلق زمونږ د ښکلي دِین اسلام څه تعلیمات دي؟ وغیره اوريدو به نن سعادت حاصِلوو.

راځئ چې د خپل خوږ خوږ آقا، مکّي مَدَني مصطفٰے صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم د يوې ښکلې ښکلې دِیني اجتماع (یا د درس د مبارکې حلقے) ذِکرِ خیر واورو.

د يوې باکماله دِیني اجتماع ذِکرِ خیر

 د حدیثِ پاک په مشهور کتاب بخاري شریف کښې روایت دے: د مسجدِ نبوي شریف مبارک مقام وو، اَخْطَبُ الْاَنبیا (یعني په  نبیانو کښې د ټولو نه لوئ خطیب)، امام الانبیا، رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ، مُحَمَّد مُصطفٰی صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم تشریف فرما وو، صحابۀ کرام علیهمُ الرِّضْوان هُم حاضِر وو (او د يوې اجتماع یا حلقے په صُورت کښې د درس و بیان، ذِکر و اَذکار وغیره سلسله جاری وه).