Book Name:Deeni Ijitmaat Ki Barkaat
بنده په دِیني اجتماع کښې شرکت نه شي کولے، دا جُدا خبره ده خو د دِیني اجتماعاتو نه زړه اړوول، حالانکه د زړه اړوولو څه شرعِی وجه هُم موجوده نه وي، دا خطرناکه خبره ده، که دې ته ګنَاه او حرام اُونه وئيلے شي، خو البته! د ډيرې زياتې محرومئ سبب ضرور دے.
ذِکرُ الله نه د زړه اړوولو نقصان
الله پاک قرآنِ کریم کښې فرمائي:
وَ مَنْ اَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِیْ فَاِنَّ لَهٗ مَعِیْشَةً ضَنْكًا (پاره:16، سورۂ طٰهٰ:124)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او چا چې زما د ياد نه مخ واړولو نو بيشکه د هغه د پاره تنګ ژوند دے.
د يو قول مطابق په دې آیتِ کریمه کښې د ذِکر نه مُراد دَاعِی دے يعنې د نیکئ دعوت ورکوونکے او د الله و رسول عَزَّ و جَلَّ و صَلَّی الله عَلَیْه وَ آلِهٖ وَ سَلَّم د عبادت طرف ته بلونکے.([1]) مطلب به دا وي چې څوک د داعِی يعنې د نيکئ دعوت ورکوونکي له طرفه اِعراض اوکړي، د هغه نه زړه واړوي، د هغه د پاره تنګ ژوند دے. په تفسیر صراط الجنان کښې دي چې: (د يو قول مطابق) دلته تنګ ژوند نه مراد دے: په دُنیا کښې تنګ ژوند او هغه دا دے چې بنده د هدایت تابعداري نه کوي، بدو اعمالو او حرامو کارونو کښې مبتلا وي، د قناعت نه محروم وي او په حرص کښې ګرفتار وي، د مال و اسباب د ډيروالي باوُجُود هغه ته سکون نه ملاويږي.([2])
دا دے تنګ ژوند...!! او دا د چا د پاره دے؟ د هٰغه کس د پاره څوک چې د ذِکر نه او د نیکئ طرف ته بلونکي نه زړه واړوي.