Safr e Haj Key Adab

Book Name:Safr e Haj Key Adab

ګورم (1): آيا هغۀ ته پۀ کتلو ماته الله پاک راياديږي؟ (2): آيا د هغۀ پۀ خبرو مې د عمل جذبه زياتيږي؟ (3): آيا د هغۀ د کردار پۀ ليدو مې د اخرت فِکر زياتيږي؟ پۀ چا کښې چې دا درې واړه خبرې وي، زۀ به د هغۀ سره دوستي کووم، هغۀ به خپل ملګرے جوړووم * دغه شان د دې دويم اړخ هم دے، هغه دا چې څوک زما ملګرے دے، څوک چې ما خپل دوست، خپل د سفر ملګرے جوړول غواړي، هغۀ به هم پۀ ما کښې دا درې څيزونه لټوي۔ ځکه دا درې واړه څيزونه ما ته هم پۀ ځان کښې پيدا کول پکار دي۔ * د سر نه واخله تر ښپو پورې زما جامې، زما حُليه، زما کردار، زما خبرې هر څۀ چې د سُنَّت پۀ رنګ کښې داسې رنګ وي چې ليدونکي ته الله پاک ورياد شي * چې زما خبرې فضول نۀ وي، زۀ ګډو وډو وئيلو والا، سپکو خبرو کولو والا نۀ جوړيږم بلکې چې کله هم خبرې کووم نو ښې خبرې به کووم، زما پۀ خُله باندې هر وخت هم د دعوت خبرې وي * او کردار داسې وي چې څوک يـې وويني نو هغۀ دُنيا هيره کړي، د اخرت فِکر يـې نصيب شي۔ کاش چې مونږه داسې اخلاقي او د کردار والا پۀ اثر لرونکي مسلمان جوړيدو کښې کامياب شو۔

عمل کا ہو جذبہ عطا یاالٰہی!                                                                                                گناہوں سے مجھ کو بچا یاالٰہی!

ہو اَخلاق اچھا ہو کِردار سُتھرا                                                                                            مجھے مُتَقِّی تو بنا یاالٰہی! ([1])

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د حاجيانو صاحبانو قافلې بيا روانې دي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د حج ورځې رانزدې دي، عازمينِ حَج (يعنې د حج اراده لرونکي خوش قِسمته خلق به) د حج د سفر پۀ تياريانو کښې مصروفه وي* اِحرامونه به اخلي * د سفر سامان به تړي * او بعضې خوش قِسمته خو به مکے


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:102-104 ملتقطاً۔