Book Name:Safr e Haj Key Adab
عطائے حبیبِ خدا دِینی ماحول ہے فیضانِ غوث و رضا دِینی ماحول
اگر سنَّتیں سیکھنے کا ہے جذبہ تم آجاؤ دیگا سکھا دِینی ماحول([1])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت، مولانا محمد اِلياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د حاجيانو اِسلامي وروڼو او اِسلامي خوئيندو د پاره ډير ښکلے کتاب رَفِيقُ الـحَرَمَين ليکلے دے، پۀ دې کتاب کښې * د حج او عمرې مکمله طريقه * پۀ مختلفو ځايونو کښې لوستلے کيدونکې دُعاګانې * د حج فرائض، واجبات، مکروهات او د داسې کارونو بيان موجود دے کوم چې پۀ حج کښې حرام دي * د اِحرام اغوستو، د طَواف او د سَعي طريقه * د مختلفو مقدسو ځايونو آداب * د اِسلامي خوئيندو د پاره ضروري اِحتياطونه * د مقدسو ځايونو د تصويرونو پۀ ذريعه تعارف * غرض دا چې د شريعتِ اِسلامي پۀ رڼا کښې د حج او د عمرې د پوره طريقې زده کولو د پاره رَفِيقُ الـحَرَمَين کتاب ولولئ، حج او عمرې له تلونکو دوستانو او خپلوانو ته يـې پۀ تحفه کښې ورکړئ، نور دا چې د دعوتِ اِسلامي د آفيشل ويب سائټ نه دا د PDF پۀ شکل کښې هم ډاؤن لوډ کولے شئ۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د حج او عمرې موبائل ايپلي کيشن تعارف
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے ايپلي کيشن جاري کړے دے: : Hajj & Umrah (حج او عمره)۔
د دې ايپلي کيشن په مرسته تاسو پيژندے شئ د حج او عمرې مختصره طريقه * د حج او عمرې ضروري مسائل * د دې نه علاوه پۀ دې موبائل ايپلي کيشن کښې د حج