Book Name:Safr e Haj Key Adab
د لويۍ غوښتونکي رسوائي
يو بزرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما پۀ مکه مکرمه کښې د صفا او مروه ترمينځه پۀ خچر يو سور کَس وليدو، ځينې غلامانو د لرې شئ! لرې شئ!! اوازونه کول او خلق يـې د مخې نه لرې کول۔ څۀ موده پس ما هٰغه کَس پۀ بغداد کښې د لوئي ويښتو، ښپې ابله ښپو او ارماني وليدلو، ما پۀ حيرانتيا سره پوښتنه وکړه: الله پاک ستا سره څۀ معامله وفرمائيله؟ جواب يـې راکړو: ما پۀ يو داسې ځائے (يعنې مکه مکرمه کښې) لوئي وغوښتله چرته چې عاجزي کول وي نو الله پاک زۀ پۀ داسې ځائے کښې رسوا کړم چرته چې د خلقو لوئي نصيب کيږي۔ ([1])
وُہی سَر بَر سرِ محشر بُلندی پائے گاجو سر یہاں دنیا میں اُن کے آستانے پرجُھکا ہوگا
الله پاک دې زمونږه پۀ حال باندې رحم وکړي، مونږ له هيڅکله هم د لويۍ اِظهار نۀ دي کول پکار۔ د پنجابۍ يو شاعِر ډيره ښکلې خبره کړې ده:
اُچے بَوْل نہ بَوْل ظَہُوْرِی حَقْ دَے بَنْدِے کِہْہ گئے نَیں
نِیْوِیْں پَا کے ٹُردیاں رہنا چَنْگَا لگدا اے
وضاحت: اے ظهوريؔ! د الله پاک نيکانو بندګانو وئيلي دي چې چرته لوئي خبرې مۀ کوئ! بس پۀ عاجزۍ سره ټيټ سر ژوند تيرول، ډير ښه لګي۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د کلام خُلاصه دا ده چې حج يو بهترين عبادت دے، د عشق او محبت سفر دے، الله پاک دې زمونږه د دې سفر سعادت نصيب کړي۔ د دې سفر چې کوم آداب مونږه واوريدل (1): پۀ دې سَفَر کښې د ژبې ښه ډير حفاظت کول دي، ګنده خبرې هيڅکله هم نۀ دي