Safr e Haj Key Adab

Book Name:Safr e Haj Key Adab

چې څوک ګنده خبرې کوي نو د قيامت پۀ ورځ به د سپي پۀ شکل کښې راپاڅولے شي۔

عِصیاں کے سمندر میں پھنسی ناؤ ہماری              تم آکے سنبھالو ہے بَہُت دُور کَنارا

افسوس! گناہوں سے ہے پُر نامۂ اعمال                رکھئے گا مِری لاج قِیامت میں خُدارا

د جنګ جګړو نقصان

دغه شان قرآنِ کريم د حج پۀ موقع  د جنګ جګړو نه هم منع فرمائيلې ده، د دې نه هم مُراد دا دے چې جنګ جګړې پۀ عامو حالاتو کښې هم بدې دي، غلط کار دے،خو د حج د سفر پۀ وخت ډيرې بدې دي۔ ځکه مونږ له پکار دي چي هر وخت، هر ساعت د جنګ جګړو نه ځان بچ وساتو۔ زۀ تاسو ته يوه ښکلې خبره وکړم؟ د مسلمانانو د ټولو نه لوئي چې کوم دښمن دے، څوک چې مسلمانانو ته د ټولو نه زيات نقصان رسوونکے دے، هغۀ پۀ خپل مينځ کښې جنګ جګړې دي۔ زۀ تاسو ته يوحديثِ پاک بيانووم، ډير ښکلے حديثِ پاک دے، پۀ دې لږ ځان پوهه کړئ۔

مُسلِم شريف کوم چې د حديثِ پاک ډير معتبر کتاب دے، پۀ هغې کښې روايت دے:

حديثِ پاک : محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: زَوٰی لِیَ الْاَرْضَ زما د پاره زمکه راغونډه کړے شوه فَرَاَیْتُ مَشَارِقَہَا وَ مَغَارِبَہَا پس ما د زمکې مشرق او مغرب وليدلو۔

مختصر شرح: سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زمونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔۔۔!! ناست پۀ مدينه منوره کښې دے او ويني ټوله زمکه۔ هم دا خو زمونږ د حاضِر او د ناظِر عقيده ده چې محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ګنبدِ خضریٰ کښې تشريف فرما دے او ټوله دُنيا خپلې مخې ته ويني۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وئيلي وو:

شش جَہت سمتِ مقابِل روز و شب ایک ہی حال

دُھوم وَالنَّجْم میں ہے آپ کی بینائی کی([1])


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:154۔