Safr e Haj Key Adab

Book Name:Safr e Haj Key Adab

وضاحت: سمتِ مقابل :يعني مخامخ طرف۔ زمونږ پۀ شان عام خلق، مونږ ته صرف هٰغه څيزونه پۀ نظر راځي کوم چې زمونږ د سترګو پۀ وړاندې وي خو د خوږ مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نظر دا کمال دے چې هغوئي بره، ښکته، ښي، ګڅ، مخې  ته شا ته هر طرف ته ليدل کوي ، شپږ واړه اړخونه (يعنې ښي، ګڅ، بره، ښکته، مخې ته، شا ته) د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره داسې دي لکه چې د عام نظر د پاره مخامخ  وي او دا داسې نۀ وي چې د څۀ وخت د پاره وي بلکې ورځ، شپه، هر وخت، هر ساعت د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاک نظر هم دا کمال دے۔ که د دې دليل ګورئ نو د 27 سيپارې، سورۀ وَ النَّجم ولولئ، الله پاک پۀ دې سورت کښې د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ليدلو د طاقت کمال بيان کړے دے۔

حديثِ پاک: خير! مخکښې حديثِ پاک واورئ! خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: تر کوم ځائے پورې چې ما زمکه وليدله، تر هٰغه ځائے پورې به زما د اُمَّت جنډه ودرولے کيږي۔

مختصر شرح: دا زمونږ د پاره يو زيرے دے چې د زمکې پۀ ګوټ ګوټ کښې مو د اِسلام جنډه ودرولې ده، آئينده  به هم اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! جنډه ودروو۔

حديثِ پاک دے: د دې نه پس خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا وکړه، د الله پاک پۀ بارګاه کښې يـې دوه عرضونه پيش کړل، عرض يـې وکړو: (1): اے اللہ پاکه! زما اُمَّت پۀ سخت قحط سره مۀ هلاکوې (2): اے اللہ پاکه! زما پۀ اُمَّت باندې دښمن مۀ مسلط کوې۔  

دا د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا وه، الله پاک ارشاد وفرمائيلو: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زما فيصلې رَد کيدے نشي ، اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو اُمَّت به د قحط پۀ ذريعه نشي هلاکولے او که دښمن دوئي د څلورو واړو طرفونو نه راګير کړي، بيا به هم دښمن پۀ دوئي باندې نشي مسلط کولے۔ آؤ! (يوه خبره ده) ستاسو