Book Name:Safr e Haj Key Adab
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دلته نه مونږ ته دا سبق ميلاؤ شو چې اِسلام مونږ ته خود داري راښائي، حج چې څومره اهم ترين عبادت دے * د کعبې شريفې زيارت * وقوفِ عرفات * وقوفِ مُزدَلِفه داسې داسې سعادتونه، داسې عظيم کار، د بخښنې او مغفرت والا نيک اعمال۔۔۔!! دا نيک کارونه کول وي، دې د پاره هم د سوال کولو اِجازت نشته بلکې حکم دے چې پخپله محنت کوئ! مال ګټئ! او د سفر ضروري خرچې د ځان سره اخلئ بيا د حج د پاره ځئ! پۀ نورو باندې هيڅکله هم د بوج جوړيدو اِجازت نشته۔ د دې نه معلومه شوه چې اِسلام بَل ته لاسونه نيول او بر ناحقه سوال کول څومره بد ګڼي۔ ځکه مونږ له پکار دي چې مونږه ځان محنتي کړو، خِير غوښتونکي هيڅکله هم نۀ جوړيږو، د مفت خورۍ طرف ته چرې هم نۀ ځو بلکې د حج پۀ سفر کښې خو دا مستحب دي چې مونږه د ضرورت نه څۀ زياتې خرچې د ځان سره کيږدو چې پۀ نورو باندې يـې ولګولے شو۔ ځکه مونږ له پکار دي چې پۀ عامو حالاتو کښې هم او د حج او د عمرې پۀ سفر کښې هم هميشه د بر ناحقه سوال کولو نه ځان بچ کړو۔
د بر ناحقه سوال کولو مطلب: د بنده داسې حالت نۀ دے چې شريعت هغۀ ته د سوال کولو اِجازت ورکړي، د دې باوجود که هغۀ سوال کوي، نورو ته لاسونه نيسي، د مفت خورۍ نه کار اخلي، دې ته به بر ناحقه سوال وئيلے شي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: کوم کَس چې بغير د حاجت نه سوال کوي، لکه هغۀ چې سکروټې خوري۔ ([1]) پۀ يو حديث شريف کښې دي: کوم کَس چې د خلقو نه سوال کوي، دې د پاره چې خپل مال زيات کړي نو هغۀ د دوزخ ګرم کاڼے دے، اوس د هغۀ اِختيار دے، لږ غواړي او که ډير غواړي۔ ([2])