Book Name:Safr e Haj Key Adab
دي، پۀ خپل کور کښې تقویٰ اختيارول پکار دي، پۀ عام ژوند کښې تقویٰ اختيارول پکار دي، د ګناهونو نه بچ کيدل پکار دي، نيکۍ کول پکار دي، د دې پۀ برکت به پۀ زړۀ کښې نرمي راځي، سينه به د الله پاک د محبت نه ډکيږي، بيا به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د الله پاک پۀ بارګاه کښې د حاضرۍ مزه هم ځانګړې وي۔
ځکه که د حج او د عمرې تياري کوئ نو د لارې پۀ توښه کښې تقویٰ هم لازمي شاملول پکار دي چې دا د سفر بهتره توښه ده۔
يو ځل يو کَس حضرت حاتِمِ اَصَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته عرض وکړو: زۀ د حج سفر کول غواړم، ما ته څوک داسې ملګرے وښايئ د کوم د برکتي صحبت نه چې فيض حاصل کړم او د الله پاک پۀ بارګاه کښې حاضر شم۔ حضرت حاتِمِ اَصَم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: اے وروره! که تۀ ملګرے غواړې نو د قرآنِ کريم د تلاوت صحبت (يعنېملګرتيا ) اِختيار کړۀ۔۔۔!! ([1])
دا بهترين ملګرے دے۔ پۀ کثرت سره تلاوت کوه، پۀ زړۀ کښې به دې تقویٰ راشي * د ګناهونو نه ځان بچ کړۀ، زړۀ به دې نرم شي * پۀ نيکو پسې نيکۍ کوه، زړۀ به دې پاک صفا شي * پۀ کثرت سره توبه کوۀ، د اِستِغفَار کثرت کوۀ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! زړۀ به دې صفا شي نو د حج د سفر مزه به يو پۀ دوه شي۔
(4): د حج سفر او د مساواتو دَرس
الله پاک نور فرمائي:
ثُمَّ اَفِیْضُوْا مِنْ حَیْثُ اَفَاضَ النَّاسُ وَ اسْتَغْفِرُوا اللّٰہَ ؕ
(پارہ:2، سورۀ بقرہ:199)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا (اے قريشو!) تاسو هُم د هُم هٰغه ځائے نه بيرته را وګرځئ د کوم ځائے نه چې نور خلق راګرځي او د الله نه بخښنه وغواړئ۔