Safr e Haj Key Adab

Book Name:Safr e Haj Key Adab

راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

پۀ کثرت سره ژړيدونکے حاجي

حضرت مُخَوَّل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حضرت بُهَيم عِجلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ما ته وفرمائيل: زما د حَج اِراده ده، څوک زما د حج ملګرے جوړ کړئ! زما يو ګاؤنډي هم حج له تلل غوښتل، ما هٰغه ګاؤنډي د حضرت بُهَيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ملګرے جوړ کړو۔

حضرت بُهَيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير نيک او متقي بزرګ وو، د الله پاک د ويرې نه به يـې ژړل، حضرت مُخَوَّل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زما ګاؤنډي ته چې کله د هغوئي د ژړا پۀ باره کښې پته ولګيده نو زما خوا له راغلو، اوې وئيل: زۀ د حضرت بُهَيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره نشم تللے، ما د بَل چا ملګرے جوړ کړئ! ما پۀ حيرانتيا سره پوښتنه وکړه: زمونږ پۀ ټول ښار کښې به د هغوئي پۀ شان نيک او اخلاقي بنده نۀ وي۔۔۔!! بيا تۀ د هغوئي د صحبت نه محرومي ولې غواړې؟ ګاؤنډي ووئيل: هغوئي اکثر ژاړي۔ د هغوئي سره به زما سفر ښه نۀ وي۔ فرمائي: ما خپل ګاؤنډي پوهه کړو چې دا ډير ښه بزرګ دے، نيک دے، تقویٰ دار دے، د هغوئي صحبت به ستا د پاره ډير فائده مند وي۔ هغۀ وومنله۔

خير! سفر شروع شو، د حج قافله د مکے مکرمې طرف ته روانه شوه۔ چې کله دوئي واپس راغلل نو زۀ د خپل ګاؤنډي خوا له لاړم، هغۀ زما شکريه اداکړه او اوئې وئيل: الله پاک دې تاسو ته جزائے خير عطا کړي، ما د حضرت بُهَيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ شان انسان چرې هم نۀ دے ليدلے، زۀ مالداره يم او هغۀ غريب دے، د دې باوجود هغوئي به پۀ ما باندې خرچ کولو، هغوئي به د بوډا والي باوجود نفلي روژې نيولې، زما د بے روژې زلمي د پاره به