Book Name:Safr e Haj Key Adab
کول پکار (2): د ګناهونو نه مکمل بچ کيدل دي (3): د جنګ جګړو نه هم بچ کيدل دي (4): د بر ناحقه سوال نه بچ کيدل دي (5): د سفر بهتره توښه تقویٰ ده، ځکه هميشه تقویٰ اختیارول پکار ده (6): د تکبُّر او لويۍ نه ډير لرې اوسيدل دي۔
د دې آدابو خيال مونږ ته د حج پۀ سفر کښي هم ساتل پکار دي، د عمرې پۀ سفر کښې هم ساتل پکار دي او پۀ عام ژوند کښې هم ساتل پکار دي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: مَدَني کورسز
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! پۀ زړۀ کښې د مکے مکرمې او د مدينے منورې د حاضرۍ د شوق پيدا کولو، پۀ ادب او عزت سره د حاضرۍ د آدابو زده کولو، د تقویٰ او پاکۍ حاصلولو د پاره د دعوتِ اِسلامي د ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط وساتئ! د دعوتِ اِسلامي پۀ ديني کارونو کښې هم پوره برخه اخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دِين او دُنيا بے شميره خيرونه به مو نصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار مَدَني کورسز هم دے۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! * دعوتِ اِسلامي د دِين نُور تقسيموونکے ديني تحريک دے * کم از کم فرض عِلمِ دِين لکه د اودس، غسل، نـمونځ، جنازې، روژې، زکوٰة وغيره ضروري مسئلې خو دې هر مسلمان زده کړي، دعوتِ اِسلامي د دې اراده لري * د دې مقصد د پاره دعوتِ اِسلامي ډير شارټ کورسونه کوي، لکه * د 7 ورځو فيضانِ نماز کورس * د 7 ورځو د 12 ديني کارونو کورس * د 7 ورځو اِصلاحِ اَعمَال کورس۔ او نور هم ډير کورسونه کولے شي۔
* تاسو هم دا مختصر مختصر کورسونه وکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به درنصيب شي * چې دِين زده کړئ نو الله پاک به راضي شي * پۀ رزق کښې به مو برکت راشي * د عِلمِ دِين خزانه به حاصله کړئ * د نيکو ذِهن به مو جوړيږي * د الله پاک عبادت چې پۀ صحيح انداز سره وکړئ نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! کرم به هُم کيږي * د شارټ کورسونو دا فائده