Safr e Haj Key Adab

Book Name:Safr e Haj Key Adab

اُمَّتيان (به پخپله د يو بل سره جګړې کوي)، يو بل به وژني او قيديان به يـې جوړوي۔ ([1])

دا سبق  د زده کولو خبره ده، د دې اُمَّت سره دا وعده شوې ده چې * دا اُمَّت به د قحط پۀ ذريعه نشي هلاکولے * چرته د څۀ وخت د پاره بارانونه ودريدل * پۀ جزوي توګه د خوراک کمے راتلل، دا بيله خبره ده، داسې قحط به نۀ راځي چې ټول اُمَّت هلاک شي * داسې به دښمن هم پۀ دې اُمَّت باندې نشي مسلط کولے۔ يعنې داسې به نۀ کيږي چې دښمن حمله وکړي او ټول اُمَّت هلاک کړي۔ آؤ! مسلمانان به پخپله د يو بل سره جګړې کوي * ورور به د ورور ګريوان ته لاس اچوي * د يوې کعبې طرف ته سجده کوونکي، يو قرآن خپل اِمام جوړوونکي، د يو نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کلمه لوستونکي به کله د ورورولۍ پۀ بنياد جګړې کوي * کله د سندهي * پنجابي * پښتون، مهاجر، بلوچ پۀ توګه پۀ خپل مينځ کښې جګړې کوي * کله د جګړو بنياد به پيسه جوړيږي * پۀ جائيدادونو باندې جګړې کيږي * پۀ ميراث باندې خبره تر قتل پورې رسي * کله صرف ذاتي اَنَا او تکبر پۀ جنګ جګړو باندې راپارول کوي او ډير قتلونه پکښې وشي۔ دا جنګونه، دا جګړې زمونږ د ټولو نه لوئي دښمن دے، د دې د سپيرۀ والي سره مسلمانان کمزوري کيږي، خاندانونه تباه کيږي، پۀ خپل مينځ کښې اتحاد ماتيږي، پۀ قوم او ملت کښې کمزوري راځي او نتيجةً دښمن ته موقع ميلاؤيږي۔ ځکه مونږ له پکار دي چې مونږ پۀ خپل مينځ کښې پۀ اِتفاق او اِتحاد سره اوسيږو۔ 

حاجي او پۀ خپل مينځ کښې محبت

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د حج پۀ موقع باندې، چې عمرې له لاړ شې نو بيا هم، د مسلمانانو پۀ خپل مينځ کښي محبت، همدردي، خلوص، اتفاق او اِتحاد پۀ نظر راځي، د ټولې دُنيا نه مسلمانان مکے مکرمې او مدينے منورې ته حاضريږي، د يو بَل پۀ ژبه باندې هم نۀ پوهيږي * يو له عربي ورځي او اُردو نۀ ورځي * بَل له اُردو ورځي او عربي نۀ ورځي  


 

 



[1]... مسلم، کتابُ الفتن و اشراط الساعۃ، باب ھلاک ھذہ الامۃ بعضہم ببعض، صفحہ:1106، حدیث:2889۔