Book Name:Safr e Haj Key Adab
* يو له فارسي ورځي او انګلش نۀ ورځي * بَل له انګلش ورځي او فارسي نۀ ورځي، ژبې يـې مختلفې وي، د يو بَل سره خبرې نشي کولے خو د مينې او د محبت او همدردۍ جذبه يـې داسې د کمال وي چې د چا پۀ مخ باندې څۀ پريشاني وويني۔۔۔!! * پۀ اِشارو باندې به پوښتنه کوي چې وروره! څۀ پريشاني ده * بيا پريشاني هم حل کوي * څوک مشران وي، لاره ترينه هيره شي، هغوئي د لاس نه نيسيي او تر ډيرو کلو ميټرو پورې لرې يـې خپل هوټل ته بوځي او واپس راځي * هيڅ پيژندګلو نۀ وي، بيا هم د سامان د حفاظت د پاره ناست وي، غرض دا چې د يو بل سره د همدردۍ سلسله روانه وي، د دې نه هم زياته د مزې خبره دا ده چې يو خو مدد وکړي او د دې نه مخکښې چې تۀ يـې شکريه ادا کړې د هغې نه مخکښې ستا شکريه هم ادا کوي چې وروره! ستاسو مننه چې تاسو زما مدد قبول کړو۔ د مولانا حسن رضا خان صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شعر دے:
آتا ہے فقیروں پہ انہیں پیار کچھ ایسا خود بھیک دیں، خود کہیں: منگتا کا بھلا ہو ([1])
د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې شان فيضان د مسلمانانو نصيب کيږي او د دې پوره پوره اِظهار پۀ مکه مکرمه او مدينه منوره کښې کيږي۔
کاش چې دا سعادتونه زمونږه پۀ خپلو کورونو کښې هم نصيب شي * د خپلو ګاؤنډيانو سره * د خپلو دوستانو سره * د پيژندګلو او نا اشنا هر يو عاشقِ رسول سره مونږه هم داسې د همدردۍ والا * د يو بَل پکار راتلونکي * د يو بَل سره پۀ اِتفاق او اِتحاد سره اوسيدونکي جوړ شو۔
مسلمانان پۀ خپل مينځ کښې د يو جسم پۀ شان دي
خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مسلمانان پۀ خپل مينځ کښي د يو جسم پۀ شان دي چې يو اندام پۀ تکليف کښې وي نو ټول اندامونه