Book Name:Safr e Haj Key Adab
که دا سعادت مو نۀ نصيب کيږي نو هم دا داسې آداب دي چې مونږ ته پۀ روزانه ژوند کښې د دې خيال ساتل پکار دي۔ هٰغه آداب څۀ دي؟ راځئ چې واورو:
اللہ پاک فرمائي:
اَلْحَجُّ اَشْہُرٌ مَّعْلُوْمٰتٌ ۚ فَمَنْ فَرَضَ فِیْہِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَ لَا فُسُوْقَ ۙ وَ لَا جِدَالَ فِی الْحَجِّ ؕ
(پارہ:2، سورۀ بقرہ:197)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: حج يو څو معلومې مياشتې دي نو څوک چې پۀ هغې کښې د حج نِيَّت وکړي نو پۀ حج کښې دې نۀ د ښځو پۀ مخكښې د صُحبت تذکره کوي او نۀ څۀ ګناه او نۀ دې چا سره جګړه کوي۔
د آيت مبارک پۀ دې حصه کښې د حج يو اَدَب بيان شو چې د حج پۀ وخت دا درې کارونه منع دي: (1): رَفَث: د دې معنیٰ ده: فحش خبرې کول۔ خاص طور د زنانؤ پۀ باره کښې چې کومې خبرې کيږي، د ښځې او د خاؤند پۀ خپل مينځ کښې د تعلق پۀ باره کښې چې کومې خبرې کيږي، لکه څنګه چې بعضې وخت بے باکه زلمي ستا ښځه، زما ښځه وغيره داسې قِسمه خبرې کوي، دې خبرو ته رَفَث وئيلے کيږي ([1]) (2): فُسوق: د دې معنیٰ ده: ګناه او بد کار (3): جِدَال: د دې معنیٰ ده: جنګ جګړې کول۔ ([2])
اوس چې دا کومې 3 خبرې دي (1): رَفَث (یعنې فحش او ګنده خبرې) (2): فُسُوق (یعنې ګناه) او (3): جِدَال (یعنې جنګ جګړې) دا درې واړه کارونه پۀ عامو ورځو کښې، پۀ خپل کور کښې، محله کښې، د دوستانو پۀ محفل کښې، غرض پۀ هر ځائے کښې منع دي خو حج يو اهم عبادت دے، مکه مکرمه حرم شريف دے، بنده اِحرام تړلے دے او لَبَّیْک اَللّٰہُمَّ لَبَّیْک وائي او خاص طور د الله پاک پۀ بارګاه کښې يـې د حاضرۍ اِراده کړې ده، ځکه پۀ هٰغه وخت کښې د دې دريو واړو خبرو نه بچ کيدل ډير ضروري کيږي۔