Safr e Haj Key Adab

Book Name:Safr e Haj Key Adab

مکرمې او مدينے منورې ته روان شوي هم وي۔ کاش چې دا سعادتونه زمونږه هم نصيب شي۔ مونږه هم اِحرام وتړو، د لَبَّيْک اَللّٰهُمَّ لَبَّيْک نعرې وهو او د مکے مکرمې طرف ته روان يو * د کعبې شريفې د طواف کولو سعادت بيامونځو * د صفا او د مروه سَعي وي * د وُقوفِ عرفات او د وقوفِ مُزدَلِفه نه مزې واخلو * د رَمِي جَمَرات (يعنې د شيطانانو پۀ کاڼو د ويشتو) پۀ ذريعه زړۀ ته سکون ورسوو۔ کاش! ډير کاش۔۔۔!! چې د مدينے منورې نُوراني فضاګانو ته رسيدل، د شين ښکلي ګنبد پۀ ښکلې نظاره مو سترګې يخيدل نصيب شي۔

 آقا! نہ ٹوٹ جائے یہ دل کا آبگینہ                                                                     بلوائیے مدینے دکھلائیے مدینہ

دل رو رہے ہیں جن کے آنسو چَھلک رہے ہیں             اُن عاشقوں کا صدقہ بلوائیے مدینہ

روضے کو دیکھنے کو آنکھیں تَرس رہی ہے                                      دِکْھلا دو سبز گنبد اے سیّدِ مدینہ!

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

سوالونه يـې هم پخپله ووئيل او جوابونه يـې پخپله ورکړل

د اِبنِ حَبَّان روايت دے، يو ځل يو انصاري صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې د څۀ سوالونو د پوښتنې د پاره حاضر شو، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: که تۀ غواړې نو تۀ رانه پوښتنه وکړه! او که غواړې نو  زۀ به ستا سوالونه هم بيان کړم  او د هغې جوابونه به هم بيان کړم ۔ صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! هم تاسو يـې ارشاد کړئ چې زۀ د څۀ پوښتلو د پاره راغلے يم؟ آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: تۀ د دې پوښتلو د پاره راغلے يـې چې * کله چې حاجي د خپل کور نه ووځي نو د هغۀ د پاره څۀ ثواب دے؟ * چې کله هغۀ پۀ ميدانِ عرفات کښې وقوف کوي نو د هغۀ د پاره څۀ ثواب دے؟ * چې کله هغۀ شيطانان پۀ کاڼو ولي نو د هغۀ د پاره څۀ ثواب دے؟ * چې کله حاجي سر خريـي نو د هغۀ د پاره څۀ ثواب دے؟ * چې کله حاجي اخري طواف پوره کړي نو د