Safr e Haj Key Adab

Book Name:Safr e Haj Key Adab

او عمرې دعاګانې * د حرمين شريفين مُقَدَّسو ځايونو معلومات وغيره هم شامل دي * د دې موبائل ايپلي کيشن يو ډير اهم خاصيت دا دے چې پۀ دې کښې د تهري ډِي ويډيوز (3D Videos) پۀ ذريعه د حج او عمرې عملي طريقه هم ښودلے شوې ده۔ دا موبائل ايپلي کيشن پۀ خپل موبائل کښې انسټال کړئ، د دې نه پخپله هم فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

يو څو ضروري اِعلانات

* د هر خالي پۀ ورځ اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه  پۀ مَدَني چينل باندې لائيو هفته واره مَدَني مذاکره کوي، د راتلونکې هفتې پۀ ورځ به هم د ماسخوتن د نـمانځه نه پس به (تقريباً  (9:15 بجې) پۀ مَدَني چينل باندې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هفته واره مَدَني مذاکره کيږي، پۀ کومه کښې چې به شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د سوالونو جوابونه هم ورکوي۔ ټول ذِمه داران او عاشقانِ رسول پۀ دې مَدَني مذاکره کښې پخپله هم شرکت وکړئ او نورو له دې هم دعوت ورکړئ * شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت      دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هره هفته د يوې دِيني رسالې د لوستلو اعلان کوي، پۀ راتلونکې هفته واره مَدَني مذاکره کښې به مدينے کی زیارتیں رسالې اعلان کولے شي۔ دا رساله پخپله هم ولولئ! نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ او څوک چې سوشل ميډيا مثلاً واټس ايپ وغيره استعمالوي هغوئي دې د الله پاک د رضا او د ثواب د پاره دا رساله د نورو سره هم شيئر (Share) کړي! * مکـتبة الـمدينه وړاندې کوي: پۀ عَشَرۀ مُبَشَّره کښې شامِل د عظيم الشان صحابئ رسول، حضرت عبد الرحمان بن عَوف رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سيرت مبارک ډيره ښکلې رساله پۀ نوم: حضرت عبد الرحمان بن عَوف۔ هم نن دا رساله د مکـتبة الـمدينه د يوې څانګې نه پۀ 29 روپۍ پۀ بيعه واخلئ!  پخپله يـې هم ولولئ! او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ!

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد