Safr e Haj Key Adab

Book Name:Safr e Haj Key Adab

دويمې نه پس اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعَالَمِیْن او د دريمې ساه نه پس اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ رَبِّ الْعَالَمِیْنَ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیم لولئ۔ دا يو ښه کار دے، که ونکړے شو نو هم پکښې څۀ باک نشته او پۀ شروع کښې د    بِسْمِ اللہ وئيلو او پۀ اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ  سره پۀ ختمولو به هم سُنَّت ادا شي * پۀ ګلاس کښې پاتې شوې د مسلمان پاکې جوټه اوبه د استعمال قابل کيدو باوجود هسې نۀ دي توئي کول پکار  * منقول دي: سُؤْرۃ الْمُؤْمِنِ شِفَاءٌ يعنې د مسلمان پۀ جوټه کښې شِفا ده * د څښلو د يو څو سعتونو نه پس چې خالي ګلاس ته وګورئ نو د هغې د اړخونو نه به يو څو څاڅکي پۀ بيخ کښې جمع شوي وي، هغه هم څښل پکار دي۔ ([1])

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه   د 91 صفحو رساله 550  سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔

آؤ بھائی! قافلے میں ہم کریں مل کر سفر             سنتیں سیکھیں گے اِس میں ان شاء اللہ سر بسر

مجھ کو جذبہ دے سفر کرتا رہوں پَروَردگار      سُنّتوں کی تربیت کے قافِلے میں بار بار([2])

الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې

لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او (2) دُعاګانې


 

 



[1]... 550 سنتیں اور آداب، صفحہ:16۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:635۔