Book Name:Safr e Haj Key Adab
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک نور فرمائي:
فَاِنَّ خَیْرَ الزَّادِ التَّقْوٰی ۫
(پارہ:2، سورۀ بقرہ:197)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پس د ټولو نه بهتره توښه يقيناً پرهيزګاري ده۔
د آيت مبارک پۀ دې حصه کښې مونږ له يو بَل سبق راکولے کيږي، هغه دا چې د حج سفر وي، د عمرې سفر وي، دې د پاره مونږ ته ضروري سامان د ځان سره ساتل پکار دي، د ضروري خرچو انتظام کولو تلل پکار دي، دا عام طور خلق کوي، غټ غټ بيګونه اخستلے کيږي، يو يو څيز ډير پۀ اِحتياط سره کيښودلے کيږي، ستَن، ګونټ، رانجه، توليه، واړۀ واړۀ څيزونه هم پۀ اِحتياط سره کيښودلے کيږي، صحيح ده، دا کيښودل پکار دي، د سُنَّت نه هم مونږ ته دا ترغيب ميلاؤيږي خو يو بَل څيز هم دے کوم چې پۀ دې سَفر کښې د ځان سره ساتل پکار وي، هغه څۀ دے؟ فرمائي:
فَاِنَّ خَیْرَ الزَّادِ التَّقْوٰی ۫
(پارہ:2، سورۀ بقرہ:197)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پس د ټولو نه بهتره توښه يقيناً پرهيزګاري ده۔
د لارې بهتره توښه تقویٰ دہ۔ * دا د عشق سفر دے، دا د محبت سفر دے * پۀ دې سفر کښې رِقَّت پکار دے، د زړۀ نرمي پکار ده * چې کله پۀ کعبه شريفه باندې نظر پريوځي نو د سترګو نه اوښکې روانې شي * چې کله طواف کوې، د الله پاک پۀ حُضُور کښې دې د حاضرۍ تصور جوړ کړے وي * زړۀ د عاجزۍ نه ښکته وي * د سترګو نه اوښکې بهيږي * قدم پۀ قدم پۀ زړۀ کښې د الله پاک محبت راځي، پۀ دې سفر کښې دا څيزونه ذوق زياتوونکي دي، د دې سفر برکتونه يو پۀ دوه کوونکي دي۔ دا به څنګه راځي؟ چې کله پۀ زړۀ کښې تقویٰ وي۔ او داسې نۀ ده چې مونږه پۀ جاز کښې کښينو نو تقویٰ به زمونږه پۀ لمن کښې واچولے شي، نۀ۔۔۔!! دا تقویٰ مونږ ته د ځان سره د دلته نه وړل