Safr e Haj Key Adab

Book Name:Safr e Haj Key Adab

د دې آيت پۀ تفسير کښې علمائے کرام فرمائي: قريش ډيره د فضيلت والا قبيله ده، ځکه د جهالت پۀ زمانه کښې د قريشو دا عادت وو چې دوئي به د عامو خلقو پۀ نسبت ځان ممتاز ساتلو، داسې به کيدل چې دوئي به پۀ مُزدَلِفه کښې ايساريدل او ميدانِ عرفات ته به نۀ تلل، نور خلق به ميدانِ عرفات ته تلل۔

پۀ دې کښې به دوئي خپل ځان لوئي ګڼلو چې مونږه د عامو خلقو پۀ شان نۀ يو، مونږ د نورو نه ډير افضل او اعلیٰ يو، ځکه به مونږ د نورو خلقو پۀ شان ميدانِ عرفات ته نۀ ځو۔ پۀ دې باندې دا آيت مبارک نازل شو او قريشو ته ووئيلے شو چې تاسو هم د عامو خلقو پۀ شان ميدانِ عرفات ته ځئ۔۔۔!!  ([1])

پۀ تفسير صراط الـجنان کښې دي: د دې نه معلومه شوه چې اِسلامي احکام د قاموالے پۀ لحاظ سره نۀ بدليږي او نۀ د چا د مرتبې او د مقام پۀ وجه پۀ دې کښې څۀ بدلون راځي بلکې د مالداره او غريب، سپين سور او تور، عربي او عجمي ټولو د پاره اِسلامي احکام برابر دي۔ ([2])

اِسلام او د مساواتو دَرس

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته مونږ ته د مساواتو (يعنې د برابرۍ) دَرس راکړے شوے دے۔ چي د الله پاک بارګاه ته چې ورسيدئ  نو ټول يو شوئ ۔

بندہ و صاحِب و محتاج و غنی ایک ہوئے                     تیری سرکار میں پہنچے تو سبھی ایک ہوئے

دا زمونږ د پاره سبق دے چې مونږ له د غرور، تکبر، د لويۍ، ځان خوښۍ نه هميشه بچ کيدل پکار دي، زمونږ د نوم سره که هر څومره القابات لګيدلي وي، که مونږه پۀ هر څومره غټ پوسټ باندې يو، که غټې عهدې والا ولې نۀ يو، څومره مالداره ولې نۀ يو، د الله پاک پۀ بارګاه کښې مونږ ټول بندګان يو۔ ځکه د لويۍ نه مونږ ته هميشه بچ کيدل پکار دي۔


 

 



[1]... تفسیر خازن، پارہ:2، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:199، جلد:1، صفحہ:132 بتصرف۔

[2]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:2، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:199، جلد:1، صفحہ:361۔