Book Name:Safr e Haj Key Adab
سترګې ورغلې، څۀ ګورم چې يوې ډيرې ښائسته ښکلې هستۍ، د نُوراني مخ او خوشبويۍ سره تشريف راوړلو، هغوئي زما د والد صاحب پۀ مخ باندې خپل نُوراني لاس راښکلو، بس د لاس مبارک لګيدل وو چي د والد صاحب مخ مې پړقيدل شروع کړل۔۔۔!!
د تنهايۍ او پريشانۍ پۀ حالت کښې پۀ ما باندې د دومره کرم فرمائيلو نه پس چې کله هٰغه شخصيت واپس روان شو نو ما لکه د ليونو پۀ شان د هغوئي لَمن ونيوله، پوښتنه مې ترينه وکړه: اے غمژن زړونو ته سکون رسوونکيه۔۔۔!! تاسو څوک يئ؟ هغوئي وفرمائيل: آيا تۀ ما نۀ پيژنې؟ زۀ ستاسو نبي مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يم۔ ستا والدِ صاحب خو ګنهګار وو خو پۀ ما باندې به يـې پۀ کثرت سره درودِ پاک لوستلو ۔ هغۀ ما ته فرياد وکړو او بے شکه څوک چې پۀ ما باندې ډير زيات درودِ پاک لولي زۀ د هغۀ فرياد اورم او مدد يـې کووم۔
فریاد اُمّتی جو کرے حالِ زار میں ممکن نہیں کہ خیر بشر کو خبر نہ ہو ([1])
زلمي نور ووئيل: د دې نه پس زما سترګې وغړيدلې، ما وکتل چې زما د والد صاحب مخ پۀ حقيقت کښې پړقيدلو۔ ([2])
دنیا وآخِرت میں جب میں رہوں سلامت پیارے پڑھوں نہ کیوں کر تم پر سلام ہر دم
لِلّٰہ اب ہماری فریاد کو پہنچئے! بے حد ہے حال اَبْتَرتم پر سلام ہر دم ([3])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([4])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔