Safr e Haj Key Adab

Book Name:Safr e Haj Key Adab

يـې خوراک تيارولو او زما به يـې ډير زيات خدمت کولو۔

حضرت مُخَوَّل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وائي: ما پوښتنه وکړه: تاسو د حضرت بُهَيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ژړيدو پۀ وجه ډير پريشانه وئ، اوس ستاسو څۀ ذِهن دے؟ ګاؤنډي ووئيل: وړومبے خو زۀ بلکې د قافلې نور خلق هم د هغوئي د ډيرې ژړا نه ويريدل خو پۀ ورو ورو د هغوئي د صحبت پۀ وجه زمونږه زړۀ هم پۀ نرميدو شو، د هغوئي سره به پۀ شريکه مونږه هم     (د الله پاک او د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ عشق کښې) ژړل۔ ([1])

یادِ نبیِّ پاک میں روئے جو عمر بھر                                                                    مولیٰ مجھے تلاش اُسی چشمِ تر کی ہے

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                          صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه يوه ډيره ښکلې او د جذباتي احساساتو نه ډکه واقعه واوريدله، پۀ دې کښې زمونږ د پاره سبق دے، پۀ دې کښې خاص طور د حضرت بُهَيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ کردار باندې غور وکړئ! څومره د اثر نه ډک کردار دے۔۔۔!! ډير د کمال والا وي هٰغه کَس کوم چې صرف خبرې نۀ کوي بلکې د خپل کردار پۀ ذريعه د نورو خلقو ژوند بدلوي، د چا سره چې څلور ورځې تيرې کړي، د هغۀ پۀ سوچ، ذهن، د هغۀ پۀ کردار او خبرو کښې مثبت بدلون راولي۔

د حضرت بُهَيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ کردار کښې هم مونږ ته داسې د کمال نه ډک کَس پۀ نظر راځي۔ د هغوئي ملګرے وړومبے د هغوئي سره د تللو د پاره نۀ تياريدلو خو چې کله يـې څلور ورځې د هغوئي سره د تيرولو سعادت نصيب شو نو د هغوئي طور طريقې بدلې شوې، مخکښې يـې ډير زيات ژړل بد ګڼل، د هغۀ ګمان وو چې داسې به سفر ښه نۀ تيريږي خو د حضرت بُهَيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ برکت چې کله هغوئي د اوښکو مزه بيا موندله نو هُم د هغې شو۔


 

 



[1]... عیون الحکایات، الحکایۃ التاسعۃ و الخمسون...الخ، صفحہ:81 ملخصاً۔