Safr e Haj Key Adab

Book Name:Safr e Haj Key Adab

هر مسلمان مُبَلِّغ دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د يو مسلمان کردار هم داسې پکار دے، دا خبره ياد ساتئ چې هر مسلمان مُبَلِّغ دے، پۀ هر لحاظ سره مُبَلِّغ دے، هر وخت او پۀ هر ځائے کښې مُبَلِّغ دے۔ د يو مسلمان شان دا وي چې * د هغۀ د خبرو نه خوشبوئي راځي * د هغۀ د کردار نه خوشبوئي راځي * هغۀ چې د بے نـمانځو سره کښيني نو هغوئي نـمونځ ګزاره کړي * که د سود خورو سره کښيني نو هغوئي د حلال رزق عادت کړي * پۀ غفلت کښې چې د ډوبو خلقو سره کښيني نو هغوئي د الله والا جوړ کړي۔ دا د يو مسلمان شان وي۔ کاش چې مونږه ټول هم داسې جوړ شو۔ که پخپله داسې نشو جوړيدے نو کاش چې د داسې خلقو پۀ صحبت کښې کښيناستو والا جوړ شو۔

پۀ حديث شريف کښې دي، د محبوبِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښي پوښتنه وشوه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! اَيُّ ‌جُلَسَائِنَا ‌خَيْرٌ؟ يعنې يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زمونږه بهترين ملګرے څوک دے؟

د دې جواب پۀ غور سره واورئ، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښه ملګري درې نخښې وښودلې او اوئې فرمائيل: (1): چا ته چي پۀ کتلو  تا ته الله پاک درياد شي (2): د چا پۀ خبرو اوريدو چې پۀ تا کښې د عمل جذبه زياته شي (3): د چا عمل ته پۀ کتلو چې ستا د اخرت فِکر نصيب شي (هغۀ ستا بهترين ملګرے دے)۔ ([1])

څومره ښکلے حديثِ پاک دے، د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عطا کړے شوي دا درې پوائنټس لکه چې زمونږ د پاره آئينه ده۔ د يو مسلمان آئيډيل پوزيشن څۀ دے؟ دا درې صفتونه۔ د دې دواړو اړخونو ته وګورئ۔ * يعنې زما ښه صحبت پکار دے، زۀ چې د چا سره دوستي کووم، د چا سره چې کښينم، زۀ به پۀ هغۀ کښې دا درې واړه صفتونه


 

 



[1]... مسند ابی یعلی، جلد:3، صفحہ:42، حدیث:2431۔