Safr e Haj Key Adab

Book Name:Safr e Haj Key Adab

ترينه متاثره کيږي۔ ([1])

مبتلائے درد کوئی عُضْو ہو، روتی ہے آنکھ                                        کس قدر ہمدرد سارے جسم کی ہوتی ہے آنکھ

پۀ يو حديثِ پاک کښې فرمائي: مسلمان د بَل مسلمان د پاره د يوعمارت( ودانۍ) پۀ شان دے چې يو بَل مضبوطوي، د دې فرمائيلو سره محبوبِ خُدا، سردارِ انبيا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو لاس ګوتې د بَل لاس پۀ ګوتو کښې ورکړې۔ ([2])

ایک ہو جائیں تو بن سکتے ہیں خورشیدِ مبیں                                      ورنہ اِن بکھرے ہوئے تاروں سے کیا کام بنے

الله پاک دې زمونږه د اِتفاق او د اِتحاد توفيق نصيب کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

(2): د سفر توښه ځان سره واخلئ...؟

د حج نور آداب څۀ دي؟ الله پاک فرمائي:

وَ تَزَوَّدُوْا       

 (پارہ:2، سورۀ بقرہ:197)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او توښه ځان سره واخلئ۔

پۀ روايتونو کښې دي: بعضې خلقو به د سفر د ضروري سامان او د خرچې وغيره انتظام کولو نه بغير د حج پۀ سفر باندې روانيدل او وئيل به يـې چې مونږه پۀ الله پاک باندې توکل کوو۔ چې کله به مکے مکرمې ته ورسيدل، بيا ظاهره ده چې هلته د خوراک څښاک ضرورت راپيښيږي نو د خلقو نه به يـې غوښتل شروع کړل، د هغوئي پۀ باره کښې دا آيت نازل شو او وفرمائيلے شو چې اے خلقو۔۔۔!! خپل د سفر سامان او ضروري خرچې د ځان سره اخلئ او د حج د پاره ځئ! خلقو ته د سوال د پاره لاسونه مۀ نيسئ! ولې چې خلقو ته لاسونه نيول، پۀ نورو باندې بوج جوړيدل توکل نۀ بلکې د توکل خلاف کار دے۔ ([3])


 

 



[1]... مسلم، کتاب البر والصلۃ، باب تَرَاحُمِ الْمُؤمنین، صفحہ:1001، حدیث:2586 ملتقطاً۔

[2]... بخاری، کتاب الصلاۃ، باب تشبیک الاصابع، صفحہ:190، حدیث:481 ۔

[3]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:2، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:197، جلد:1، صفحہ:358 بتصرف۔