Book Name:Safr e Haj Key Adab
ګناهونه ورانوي * حاجي به د خپلې کورنۍ د څلور سوه کسانو شفاعت کوي * حاجي چې د چا د پاره د بخښنې دعا وکړي نو هغۀ هم بخښلے کيږي * حاجي د الله پاک ميلمه دے * د حاجي دُعا قبليږي * د حاجي تنګدستي ختمولے کيږي * کوم حاجي چې د حج پۀ سفر کښې وفات شي نو د قيامت پۀ ورځ باندې به پۀ تيز اواز تَلبِيَه (يعنې لَبَّيک اَللّٰهُمَّ لَبَّيک) لولي او راپاڅي به * حاجي ته پۀ سفر کښې د يوې روپۍ لګولو پۀ بدله کښې د لس لاکهه روپو د لګولو ثواب ميلاؤيږي * حاجي چې د کعبې شريفې د طواف سعادت حاصلوي نو پۀ هغۀ باندې 60 رحمتونه راوريږي * حاجي چې پۀ مسجدِ حَرام (يعنې چرته چې خانه کعبه ده، پۀ هٰغه جومات) کښې نـمونځ کوي نو د هغۀ 40 رحمتونه نصيب کيږي * حاجي چې مسجدِ حَرام ته ورسي او صرف د کعبې شريفې زيارت وکړي نو پۀ هغۀ باندې 20 رحمتونه نازليږي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دا څومره عظيم فضائل دي، الله پاک دې زمونږه هم د حج شوق نصيب کړي، کاش چې زمونږه هم د حج سعادت نصيب شي۔
بڑا حجّ پہ آنے کو جی چاہتا ہے بُلاوا اب آ ئے گا کب یا الٰہی!
مَیں مکّے میں آؤں مدینے میں آؤں بنا کوئی ایسا سَبب یا الٰہی! ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! حج د عشق سفر دے او که دا سفر د درد، جذباتو او خوږ والي نه ډک وي نو مزه يـې يو پۀ دوه شي۔ پۀ قرآنِ کريم کښې د دې پاک سفر څۀ آداب بيان شوي دي، مونږ له پکار دي چې کله هم زمونږ د حج د سفر يا د عمرې سعادت نصيب شي نو د دې آدابو خيال وساتو۔